"اسلامي دولت" د سوریې شمال کې "۹۰۰ کردي ولسي وګړي" نیولي

د عکس سرچینه، Reuters
یوه کردي چارواکي او فعالانو ویلي، "اسلامي دولت" ډلې د سوریې شمالي حلب ولایت کې ښار ته څېرمه د دغې ډلې د ټینګ سنګر د نیولو پر سر د جګړې په اوږدو کې له تېرو درو اونیو راهیسې شاوخوا ۹۰۰ کردي ولسي وګړي نیولي.
د سوریې د بشري حقونو بریتانیا مېشې څار ډلې ویلي، ۹۰۰ ولسي وګړي په الباب ښار کې نیول شوي.
سرچینه وايي، دوی د سوریې د ننه له همکارو شبکو سره په اړیکه کې دي.
فرانس پرېس خبري اژانس د سوریې د دیموکراټو ځواکونو د ویاند سرفان درویش له خولې ویليو تر ۹۰۰ ډېر کسان په منبج کې د "اسلامي دولت" ډلې د ټینګې سنګ د نیول کېدو په غچ کې نیول شوي دي.
درویش وايي: "هرکله چې "اسلامي دولت" ډلې ماتې خوړلې، غچ یې له ولسي وګړو اخیستی".

د عکس سرچینه، Reuters
د څار ډله او درویش وايي، ځینې نیول شوي کسان د کندو (خندقونو) کیندلو ته اړایستل شوي او پاتې نور په توقیفځایونو کې دي.
دا مهال د "اسلامي دولت" ډلې او د سوریې د دیموکراټو ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده چې د امریکا په مشرۍ یې د ایتلاف الوتکې ملا تړي.
د منبج ښار د بېرته نیول کېدو پرسر جګړه روانه ده.










