د سي آی اې مشر: 'اسلامي دولت' لاهم قوي ګواښ دی

د عکس سرچینه، AP
د امریکا د مرکزي استخباراتو مشر جان بریېن ویلي، د 'اسلامي دولت' ډلې پروړاندې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف هڅې د دغې ډلې د وسله والو بریدونو د توان په کمولو کې پاتې راغلې دي.
برېنن دا څرګندونې د امریکا کانګرس یوې جرګګۍ ته کړې چې په وینا یې، که څه هم دغې ډلې ته ډېر زیان اوښتی، خو لاهم 'قوي ګواښ پېښولی شي.
د مرکزي استخباراتو مشر په دې اند دی، چې 'اسلامي دولت' ډله اوس هم هومره جنګیالي لري، لکه القاعدې شبکې چې د خپل اوج په وخت کې درلودل.
دی وايي، په سوریه او عراق کې د 'اسلامي دولت' ډلې په لیکو کې نژدې ۲۲ زره جنګیالي جنګېږي.
برېنن د امریکا مشرانو جرګې د استخباراتو جرګګۍ ته د سخت دریځو له خوا د ګواښونو په تړاو راپور اورولو پرمهال وویل:
''له بده مرغه، که څه هم موږ د 'اسلامي د ولت' ډلې پر وړاندې په جګړه کې یولړ پرمختګونه کړي او ځینې سرچینې مو یې وروچې کړې دي، خو زموږ هڅې ددغې ترهګرې ډلې د توان پر کمولو نه دي توانېدلې او دغه ډله لاهم په ګرده نړۍ کې د جنګېدو توان لري''.
برېنن په لیبیا کې د القاعدې شبکې په څېر د 'اسلامي دولت' ډلې د لمنې پراخېدو په اړه هم اندېښنه ښودلې ده.
دغه امریکايي امنیتي چارواکي ویلي، د هېواد په مشرۍ یې د 'اسلامي دولت' ډلې پروړاندې ایتلاف پرمختګ کړی، خو په وینا یې دغه ډله ''لاهم هغه ګڼ لوېدیځوال جنګیالي لري چې په غرب کې د بریدونو ترسره کولو لپاره کارول کېدای شي''.
برېنن وايي: ''دا چې دغه ډله په ځمکنۍ جګړه کې ډېره زیانمنه شوې ده، اوس یې تر ډېره د چریکي جګړو تکتیکونو ته مخه کړې ده. دوی تر خپلې ولکې بهر سیمو کې هم د لویو بریدونو لپاره تابیا نیسي''.
د امریکا دغه استخباراتي چارواکي دا څرګندوې څو ورځې وروسته تر هغه کړې،چې د تېرې یکشنبې په شپه د عمر متین په نامه یوه ځوان، د فلوریډا ایالت اورلنډو د همجنسبازانو په یوه شپني کلپ کې لږترلږه ۴۹ کسان ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.

د عکس سرچینه، AFP
که څه هم داسې رپوټونه وو، چې برید کوونکي د برید پمهال له 'اسلامي دولت' ډلې سره خپله خواخوږي اعلان کړې، خو برېنن یادې جرګګۍ ته ویلي د استخباراتو سازمان تر اوسه داسې څرګند دلایل نه دي موندلي چې عمر متین دې په بهر کې له کومې وسله والې ډلې سره نېغ تړاو ولري.

د عکس سرچینه، AP








