د بي بي زينب زيارت سره لوى بريد کې ١٢ کسان وژل شوي

د سوريې پلازمېنې دمشق په څنډو کې د بي بي زينب له زيارت سره نژدې ځان مرگي بريد له امله لږ تر لږه ١٢ کسان وژل شوي دي.
د اسلامي دولت يا داعش نومې ډلې ددې بريد د پړې منلو پر مهال ويلي دي چې دا يو ځان مرگى بريدو.
لږ ترلږه ٥٥ کسان ژوبل شوي هم دي.
د روان کال په لومړيو کې ددې زيارت په سيمه کې د داعش دوو نورو بريدونو کې لږ ترلږه ١٥٠ کسان وژل شوي وو.
د سوريې خبري رسنۍ وايي چې د نننۍ ورځې د بريد په ژوبلو کې مېرمنې او کوچنيان هم شامل دي او ځينو ژوبلو شوو حالت مرگونى دى.

دا زيارت شيعه مسلمانانو ته ډير مهم دى او له همدې امله د سيمې له يو شمېر هېوادونو څخه شيعه وسله وال ددې زيارت د خوندي ساتلو په " موخه" د سوريې په جگړه کې برخه لري.
د لبنان حزب الله ډله وايي چې " د همدې زيارت څخه د دفاع لپاره" د سوريې کورنۍ جگړې کې د ولسمشر بشار الاسد پلوي کوي.
خو د بي بي سي الن جانسټن وايي چې دې دريځ دا زيارت د داعش په گډون د حکومت نورو دښمنانو لپاره يومهم هدف گرځولى دى.
د سوريې د روانې پنځه کالنې کورنۍ جگړې له امله تر ٢٥٠٠٠٠ زيات کسان وژل شوي او ١١ ميلونه د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي








