د واده وړانديز ردولو له امله يوې ښځې پر سړي تېزاب پاشلي

د عکس سرچینه، AFP
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي اسلام اباد
د پاکستان په پنجاب ایالت کې يوې ښځې پر هغه سړي تېزاب پاشلي چې له ده سره يې له واده کولو ډډه کړی وه.
د پنجاب ایالت د ملتان په یوه لره پرتې سیمه کې د پولیسو يوه چارواکي له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي، د مومل په نامه يوې ښځې پر صداقت نومي ځوان باندې تر هغه وروسته تېزاب پاشلي، چې دې هلک ورسره له واده کولو انکار کړی و.
د پولیسو په خبره د دواړو ترمنځ له څه مودې راهیسې ملګري وه او ښځې غوښتل چې له همدې هلک سره واده وکړي.
پولیسو بي بي سي ته ویلي دا ښځه مخکې هم واده او د څلورو ماشومانو مور ده. خو صداقت ته يې ویلي وو، چې که هغه ورسره واده کولو ته تيار وي، له لومړي مېړه به طلاق واخلي.
پولیس وايي د دواړو ترمنځ له څه مودې راهیسې ملاقاتونه کېدل خو د صداقت پلار د هغه واده له يوې بلې نجلۍ سره وکړ او مومل د صداقت د دې واده پر ضد وه.
د سیمې پولیس وايي، کله به چې "مومل صداقت ته د واده کولو ویل، نو صداقت به ورته پلمې کولې"، چې پر همدې تېره شپه دې ښځې صداقت خپل کور ته رابللی او د هغه پر بدن يې تېزاب پاشلي دي، چې ورسره هغه سخت ټپي شوی دی.
د دغه هلک پلار محمد صدیق پولیسو ته ویلي، زوی يې په ټپي حالت کې په يوه کرونده کې لوڅ پروت وو او نژدې روغتون ته يې راوړی. د هغه حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
پولیسو وايي دغه ښځه يې نیولې او نورې پلټنې يې ترې پيل کړې دي.








