بلوچستان کې پر دوو پېغلو تېزاب شيندل شوي

د پاکستان په بلوچستان ايالت کې تېره ورځ (سه شنبه، ۲۲ جولای) د تېزاب شيندلو په يوه پېښه کې د دوو نجونو مخونه او لاسونه ژوبل شوي دي.
ابله ورځ هم په يوه ورته پېښه کې په مرکز کوټه کې دوه ښځې ژوبلې شوې وې.
د سې شنبې پر ورځ د تېزاب شيندلو پېښه له کوټې نه کابو ۵۰ کيلومتره لرې سويل ختيځ لوري ته په مستونګ ښار کې شوې ده.
د مستونګ د پوليسو يوه چارواکي وويل ښار ته دوه خويندې چې عمرونه يې د ۱۴ او ۱۵ کلونو ترمنځ وو، د اختر د سودا اخیستو په موخه راغلې وې.
له سودا اخيستو وروسته چې کله دوی کور ته تللې دوو ناپېژاندو موټر سايکل سپرو سانو پرې تېزاب وشيندل.
د پوليسو دغه چارواکی وايي تېزاب د يوې په غاړه او د بلې په مخ توی شوي دي.
دواړه خويندې د ابتدايي درملنې لپاره مستونګ ښار کې يوه خصوصي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د تېزاب شيندلو د دغه بريد انګېزه لا نه ده معلومه.
بلوچستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دا د تېزاب شيندلو دويمه پېښه وه.
له دې پېښې يوه ورځ وړاندې پر دوشنبه په ورته يوه پېښه کې دوه ښځې ټپيانې شوې.
دغه دوه ښځې اوس د بولان په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
د روغتون يوه مشر ويلي چې د تېزابو له امله د دواړو ښځو لاسونو او مخونو ټپونه اخيستې دي.
د کوټې پوليس وايي پر دغو دوو ښځو هغه مهال د تېزاب شيندلو بريد وشو، چې د سرياب په يوه مارکېټ کې د سودا اخيستو په موخه له کوره وتلې وې.
په بلوچستان کې د بلوچانو د اوسېدو په سيمو کې پر ښځو د تېزاب شيندلو لړۍ شاوخوا څلور کاله وړاندې پيل شوې او د لاملونو په اړه يې څه نه ويل کېږي.








