ایران بریتانوۍ نازنین د "نظام چپه کولو په هڅې" تورنه کړې

د عکس سرچینه، .
ایران د بریتانیا مرستندویه ایراني الاصله کارکوونکې نازنین زاغري راتکلیف چې له خپلې دوه کلنې لور سره د خپلې کورنۍ د لیدو پر مهال نیول شوې، د "نظام په چپه کولو" تورنه کړې ده.
زاغري راتکلیف چې د لندن شمال کې اوسېږي، په تېره اپرېل میاشت کې پر هوايي ډګر له خپلې لور ګابریلا سره ونیول شوه.
د ایران رسمي خبري آژانس (ارنا) ويلي "زاغري راتکلیف د نظام چپه کولو په یوه مناسبت کې ګډون کړی دی".
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په عاجل ډول د نوموړې د نیول کېدو په اړه د نورو معلوماتو غوښتنه کړې ده.
ایران وايي، زاغري په بهرنیو مؤسسو او شرکتونو کې د ګډون له لارې او پر انټرنېټ د پروپاګند له کبله په سوله ییز ډول د ایران د اسلامي جمهوریت د چپه کولو په کمپاین کې رول لوبولی دی.
زاغري د اپریل پر درېیمه تهران کې د امام خمیني پر هوايي ډګر ونیول شوه او بیا د هېواد سوېل ختیځ کرمان کې زندان ته یووړل شوه.
نوموړې تهران ته د تګ پر مهال د ایران پاسپورت هم درلود، خو لور یې د بریتانیا پاسپورت درلود چې د نیول کېدو پرمهال ترې واخیستل شو.
زاغري د (ټامسن رویټرز) په نامه یوه خیریه مؤسسه کې کار کاوه چې مرکز یې لندن کې دی.

د عکس سرچینه، .
د نوموړې مېړه ریچرډ راتکلیف ـ چې د ایران د ویزې ترلاسه کولو هڅه کوي ـ د خپلې مېرمنې او لور د خلاصون او بریتانیا ته یې د ستنېدو لپاره کمپاین پیل کړی دی.
تېره میاشت ریچرډ وویل: "ستونزمنه ده چې یوه کوچنۍ ماشومه دې د خپلې کورنۍ د لیدو پرمهال بندي شي، دا د ملي امنیت لپاره یو خطر دی".
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي موږ "له ایراني چارواکو نه پر، زاغري د وروستیو لګول شویو تورونو په اړه د لا ډېرو معلوماتو ترلاسه کولو ته اړتیا لرو".








