عراق کې د داعش ډلې بريدونو له امله لږ ترلږه ۳۰ تنه وژل شوي

د عکس سرچینه، AP
د عراق پلازمېنې بغداد په ختيځ او شمال کې په دوو بېلابېلو چاودنو کې لږ ترلږه ۳۰ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.
د "اسلامي دولت" نومې ډلې (داعش) د دغو بريدونو پړه پر غاړه اخيستې ده.
د چارواکو په وینا يوه چاودنه د عراق ختيځ کې په شيعه مېشتې سيمه کې رامنځ ته شوې چې شاوخوا ۱۹ تنو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د پوليسو په وينا دغه بريد له چاودېدونکو توکو ډک موټر د چاودنې له امله پېښ شوی چې لسګونه کسان په کې ټپيان شوي هم دي.
دوهمه چاودنه يو ځانمرګی بريد و، چې د ملي اردو د پلټنې له پوستې سره نژدې د پلازمېنې په شمال کې شوې ده.
په دغه بريد کې د پوځيانو په ګډون ۱۱ تنه وژل شوی دي.
په وروستیو څو مياشتو کې "اسلامي دولت" نومې ډلې د عراق په بېلا بېلو برخو کې دې ته ورته بريدونه ترسره کړي، چې درنه مرګ ژوبله يې اړولې ده.
دغه بريدونه په داسې حال کې ترسره شوي چې د عراق پوځ له شيعه وسله والو او ځينې نورو ډلو سره يو ځای له داعش ډلې د عراق د فلوجې ښار د بېرته نيولو عملیات پيل کړي دي.








