عراقي ځواکونو فلوجه کې پرمختګ کړی

د عکس سرچینه، Reuters
رپوټونه وايي، عراقي ځواکونو له ''اسلامي دولت'' نومې ډلې نه د فلوجې او کرمه ښار د نیولو لپاره ستر عملیات پیل کړي او کرمه ښار یې نیولی دی.
کرمه ښار د ''اسلامي دولت'' ډلې د دفاع لومړۍ کرښه ګڼل کېږي، چې د بي بي سي د خبریال په وینا، اوس د عراقي ځواکونو په لاس کې دی.
فلوجې ښار ته – چې له پلازمېنې بغداده شاوخوا ۴۵ کیلومتره لوېدیځ ته پروت دی - څېرمه هم ډېر ځانګړي ځواکونه ځای پرځای شوي.
''اسلامي دولت'' ډلې د فلوجې په شمال کې موټربم ځانمرګی برید کړی، چې ګڼ عراقي پوځيان پکې وژل شوي او ټپیان شوي دي.
په کرمه کې د بي بي سي خبریال جیم مویر وايي، دغې ډلې هڅه کړې چې د ښار سوېل کې بریدونه وکړي، خو عراقي ځواکونو او جنګي الوتکو یې مخه نیولې ده.
دغه برید څو ورځې وروسته تر هغه شوی، چې امریکا فلوجه کې له لسو کسانو سره د ''اسلامي دولت'' ډلې د یوه وتلي مشر ماهر البیلاوي د وژل کېدو خبر خپور کړ.
د وېرې ښار

د ایران په ملاتړ ملېشو او وسله والو، چې په جګړه کې یې ګډون کړی، د ښار پر ځینو دېوالونو ''له ایران نه مننه'' توري لیکلي دي.
زموږ خبریال وايي، کرمه اوس د وېرې پر ښار بدل شوی، اوس هېڅ ولسي وګړی پکې نه ښکاري، ګڼ خرڅلاوځایونه ویجاړ شوي او سوځېدلي دي، او ودانیو ته لوی زیان اوښتی دی.

د عکس سرچینه، Reuters
چارواکو د ترهګرۍ پروړاندې د مبارزې ګڼ ځواکونه پر فلوجې ښار د برید لپاره استولي، خو لا تر اوسه د برید کره نېټه نه ده په ډاګه شوې.
فلوجه کې لاهم شاوخوا ۵۰ زره ولسي وګړي بند پاتې دي. د امریکا پوځ ویلي، له الوتکو نه دوی ته داسې پیغامونه ورغورځول شوي، چې د ''اسلامي دولت'' ډلې تر واک لاندې سیمو ته ولاړ نه شي، او پر خپلو کورونو سپینې جنډې پورته کړي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، Reuters
ملګرو ملتونو هلته له لوږې نه د خلکو د مړینې خبرونه هم ورکړي، او یا دا چې له ''اسلامي دولت'' سره له مرستې د انکار له کبله وژل شوي.
فلوجه ښار په ۲۰۱۴ کال د دغې ډلې لاس ته ولوېد.
د عراق یو بل مهم او لوی ښار موصل هم اوس د ''اسلامي دولت'' په لاس کې دی.

د عکس سرچینه، Reuters








