پنتاګون: انبار کې د 'اسلامي دولت' یو مشر ابو وهیب 'وژل شوی'

ابو وهیب

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، وړاندې هم د ابو وهیب د وژل کېدو ګنګوسې خپرې شوې وې.

د امریکا دفاع وزارت ویلي، د عراق الانبار ولایت کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ایتلاف هوايي برید کې د "اسلامي دولت" ډلې یو وتلی مشر ابو وهیب وژل شوی دی.

پنتاګون وايي، دغه برید، چې د دغې ډلې مخکینی قومندان پکې وژل شوی، د تېرې جمعې په ورځ شوی.

د پنتاګون ویاند پیټر کوک وايي "په دې ورځو کې عراق او سوریه کې د "اسلامي دولت" قومنداني کول ډېر خطرناک کار دی".

وړاندې هم د ابو وهیب د وژل کېدو ګنګوسې خپرې شوې وې.

پنتاګون وايي، په برید کې درې نور وسله وال هم وژل شوي، خو وايي چې ابو وهیب د "انبار ولایت لپاره د "اسلامي دولت" ډلې پوځي امیر و".

رپوټونه وايي، ابو وهیب په ۱۹۸۶ کال زیږېدلی او محاسبه یې لوستې ده. ځینو وېبپاڼو نوموړی په دې ډله کې یو ځلانده ستوری بللی دی.

امریکايي ځواکونو وړاندې په عراق کې ابو وهیب نیولی او بندي کړی و او د اعدام حکم پرې ختلی و، خو په ۲۰۱۲ کال له زندانه په تېښته بریالی شو.

په ۲۰۱۳ کال له عراق نه د سوري لاریو د چلوونکو د یوې ډلې په وژلو تورن شو.

د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلاف په ۲۰۱۴ کال د "اسلامي دولت" ډلې پروړاندې هوايي بریدونه پیل کړل.

"اسلامي دولت" ډله د عراق او سوریې پر ګڼو سیمو واکمنه ده.