اوباما: 'اسلامي دولت' ډله په دفاعي حالت کې ده

د عکس سرچینه، AP
د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي، په جګړه کې د واشنګټن په مشرۍ د ایتلاف د پرمختګ له کبله 'اسلامي دولت' ډله اوس په دفاعي حالت کې ده.
ولسمشر اوباما په سوریه او عراق کې د دغې ډلې پرضد د جګړې د غځولو ژمنه کړې ده.
دی وايي، د 'اسلامي دولت' پرضد جګړه ګرانه او ډېره پېچلې ده، خو دا یې نه دي ویلي، چې پرضد یې کومو نویو ګامونو اخیستو ته اړتیا ده.
اوباما دا څرګندونې د مرکزي استخباراتو (سي آی اې) دفتر د لیدلو پرمهال کړې دي.
دی زیاتوي، هره ورځ د دغې ډلې قومندانان له خوبه په داسې حالت کې راویښیږي چې وايي شاید نن یې د ژوند وروستۍ ورځ وي.
د امریکا متحدو ایالتونو په مشرۍ نړیوال ایتلاف په سوریه او عراق کې د دغې ډلې پر وړاندې هوايي بریدونه پیل کړي دي.
'اسلامي دولت' ډلې په وروستیو میاشتو کې ډېر زیانونه ولیدل، او ځینې مهمې سیمې یې له لاسه ووتلې، خو لاهم د عراق او سوریې پر پراخو سیمو واکمنه ده.
اوباما وايي، په سوریه کې د روانې پنځه کلنې جګړې د پای ته رسېدل د 'اسلامي دولت' ډلې د ځپلو لپاره اړین دي.
نوموړي ژمنه وکړه چې امریکا به تر خپله وسه په ژنیوا کې د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې د سولې د خبرو له پرمختګ سره همکاري وکړي.








