"له قذافي وروسته وضعې ته نه چمتووالى لويه تېروتنه وه"

د متحدو ايالتونو ولسمشر، براک اوباما، ويلي دي په ليبيا کې د معمرقذافي دواکمنۍ له سقوط وروسته حالت ته چمتووالي کې پاتې راتگ دده د ولسمشرۍ د دورې تر ټولو بده تېروتنه ده.
ولسمشر اوباما داخبره په فاکس نيوز کانال د ده د ولسمشرۍ په اړه پوښتنو ته د ځواب ورکولو پر مهال کړې ده. خو ده وويل دې سره سره په ليبيا کې مداخلت " يوه ښۀ کار و".
متحدوايالتونو او نورو هېوادو په ٢٠١١ کال کې د ملکي وگړو خوندي کولو لپاره د معمر قذافي د ځواکونو پرضد هوايي بريدونه کړي وو.

د عکس سرچینه، Reuters
خو کله چې د ليبيا پخوانى ولسمشر ووژل شو ليبيا گډوډۍ سره مخامخ شوه، مليشې جوړې شوې، دوه پارليمانونه او دوه حکومتونه رامنځته شول.
د ملي يو والي يو حکومت چې د ملگرو ملتو ملاتړ لري پلازمېنې طرابلس ته رسېدلى دى، خو تردې دمه يې واک نه دى ترلاسه کړى.
.
ولسمشر اوباما وويل د ولسمشرۍ تر ټولو ښۀ ورځ يې هغه وه چې امريکا کې د روغتيا په برخې کې سمونونه تاييدشول.
په راتلونکې جنورۍ کې د براک اوباما د ولسمشرۍ دوره پاى ته رسيږي.








