بحرین فعاله زینب الخواجه خوشې کړې

د عکس سرچینه، AP
د بحرین چارواکو ویلي، د سې شنبې په ورځ یې د شیعه مخالفانو فعاله زینب الخواجه د 'انساني لاملونو' له کبله خوشې کړې ده. الخواجه د تېر کال له مارچ میاشتې راهیسې بندي وه.
پر الخواجه تور دی چې د ډنمارک تابعیت لري او د بحرین پاچا شیخ حمد بن عیسی ته یې د هغه د انځور په پرې کولو سره سپکاوی کړی.
له نوموړې سره د هغې ۱۷ میاشتنی ماشوم هم په توقیفځای کې اوسېده.
د بحرین لوی څارنوال عبدالرحمن السید په یوه خبرپاڼه کې ویلي، قضايي چارواکو د الخواجه او یوې بلې روسۍ تورنې ارینا بوګوتووا او د هغې د څلور کلن زوی په حق کې د 'حکم د تطبیق ځنډولو' امر کړی دی.
سرچینه وايي، دوی د دغو ښځو د بند لغوه کولو پرېکړه د دواړو د وضعیت او د دوی د ماشومانو د ساتنې په خاطر کړې ده.

د عکس سرچینه، Getty

د عکس سرچینه، Getty
د روسۍ بوګوتوا او د هغې د ماشوم د نیولو په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړل شوي.
زینب الخواجه د وتلي حقوقي فعال عبدالهادي الخواجه لور ده، چې په بحرین کې د سني نظام چپه کولو د دسیسې جوړولو په تور په عمري بند محکوم شوی.
د خلیج د بشري حقونو د مرکز د معلوماتو له مخې، زینب الخواجه په درو کلونو او یوې میاشتې بند محکومه شوې ده؛ ځکه چې د پاچا انځور یې څیرې کړی او د پولیسو د یوه افسر سپکاوی یې کړی دی.
د زینب خور مریم الخواجه پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي: ''زینب په رسمي توګه له بند نه وتلې او خپل کور ته له نور اولاد سره پر لاره ده''.
د بحرین د بهرنیو چارو وزارت وړاندې ویلي وو، د زینب الخواجه د خوشې کولو په درشل کې دي.
بحرین له ۲۰۱۱ کال راهیسې له اړدوړ سره مخامخ دی، چې په هېواد کې د شیعه مظاهرو له ځپلو وروسته ګڼ خلک پکې ووژل شول.

د عکس سرچینه، Getty

د عکس سرچینه، AP
بحرین پر شیعه لاریون کوونکو تور لګوي چې ''د ایران په لمسون او د تهران د ګټو په خاطر په هېواد کې د توکمیزو فتنو خپرولو لپاره ګډوډي جوړوي''.
د زینب الخواجه پلار عبدالهادي الخواجه په ۲۰۱۱ کال د حکومت ضد مظاهرو کې د رول لرلو په تور لاهم د زندان په تورو تیارو کې دی.

د عکس سرچینه، AP








