زینب الخواجه د پاچا د انځور په څیرلو بندي شوه

د عکس سرچینه، AP
په بحرین کې یوې محکمې وتلې مخالفه فعاله زینب الخواجه د پاچا حمد آل خلیفه د یوه انځور د څیرې کولو په تور درې کاله بندي کړې ده.
محکمې زینب الخواجه ته له زندان نه د استیناف تر محکمې پورې د بهر اوسېدو په مقابل کې د کفالت اختیار هم ورکړی دی.
خو زینب، چې په بحرین کې د وتلو معترضانو د کورنۍ غړې ده، راتلونکې اونۍ په درو نورو قضیو کې له ځینو تورونو سره مخامخېدونکې ده.
د بښنې نړیوال سازمان (امنسټي انټرنېشنل) اندېښنه ښودلې ده، چې ګني زینب د 'خپلې رایې په خاطر' بندي شوې ده.
د منځني ختيځ او د افریقا د شمال لپاره د دغه سازمان مرستیال مشر سعید بومدوحه ویلي:"د ولسمشر د انځور څیرې کول باید جنايي مخالفت یا سرغړونه ونه ګڼل شي."
بومدوحه زیاتوي:"د بښنې نړیوال سازمان د دغه تور او پر زینب د نورو لګول شویو تورونو د لیرې کولو غوښتنه کوي."
زینب، چې د ډنمارک تابعیت هم لري، په ۲۰۱۱ کال د دیموکراسۍ په پلمه د پیل شویو مظاهرو په لړ کې څو ځلې نیول شوې ده.
په تېره فبرورۍ میاشت کې تر یوه کال زندان وروسته زینب خوشې شوه، نوموړې د ناقانونه راغونډېدو او پولیسو ته د سپکاوي په تور نیول شوې وه.
زینب د بحرین د استیناف محاکمو پرېکړې رد کړې دي، چې وايي په بحرین کې واکمن قضايي نظام د حکومت تر واک او اغېز لاندې دی. نوموړې په کفالت د ځان ازادېدل هم رد کړي دي.
د روانې اونۍ په پیل کې، یوې محکمې د زینب د یوې خور مریم په حق کې په غیاب فیصله وکړه، ځکه چې هغې پر یوه پولیس افسر برید کړی و.
د دوی پلار عبدالهادي الخواجه په ۲۰۱۱ کال د حکومت ضد مظاهرو کې د رول لرلو په تور لاهم د زندان په تورو تیارو کې دی.








