واشنګټن پوسټ: غني له حکمتیار سره سولې ته نژدې شوی

د عکس سرچینه،
واشنګټن پوسټ
افغان ولسمشر له هغه جنګسالار سره سولې ته نژدې شوی چې امریکا نړیوال ترهګر ګاڼه. دا د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د یوه مطلب سرلیک دی او لیکي چې ولسمشر اشرف غني د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ ډلې سره چې اوس تر ډېره غیرفعاله ده او د ۱۹۹۰ لسیزې په اوږدې کې د کورنۍ جګړې پرمهال ځواکمنه ډله وه، سولې ته نژدې شوی.
خو وايي، د یکشنبې په ورځ د ولسمشر یوه ویاند ویل چې د ځینو کوچنیو اختلافاتو له امله له نوموړې ډلې سره د سولې ۲۵ ماده ییز تړون ځنډول شوی دی.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د دوا خان مینه پال له خولې لیکي، دا یو بهیر دی چې په کې ځینې کوچني اختلافات شته چې هوارول یې ښايي یوه ورځ، څو اونۍ او یا اوږده موده ونیسي.
ورځپاڼه لیکي، د حکمتیار د ډلې غړي په وروستیو کلونو کې تر یوه حده فعال وو او وروستی لوی برید یې په ۲۰۱۳ کال کې د یوه ځانمرګي و چې په ترڅ کې یې د شپږو امریکايي پوځیانو په ګډون ۱۵ کسان ووژل شول خو بیا هم ولسمشر غني له حکمتیار سره پر سولې ټینګار کاوه، هغه سوله چې څیړونکي وايي له طالبانو سره هم احتمالي سولې ته لار پرانیستی شي خو له طالبانو سره سوله پېچلې ده.
ورځپاڼه لیکي، له حکمتیار سره د سولې د تړون له مخې د حزب اسلامي ډله به مشروع سیاسي مخالفه ډله وي، سیاسي بندیان به خوشي شي او د حزب اسلامي جنګیالي به د افغان په پوځ او پولیسو په لیکو کې ورګډ شي.
واشنګټن پوسټ لیکي چې امریکايي چارواکي د سولې دغه تړون هڅوي او دا به د ولسمشر غني لپاره یو سمبولیک بری وي ځکه چې د افغانانو باور د ولسمشر غني پر حکومت له دې اړخه په کمیدو دی چې په هېواد کې دې ۱۵ کلنې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.
ایکسپریس ټریبیون

د عکس سرچینه، bbc
د امریکا او پاکستان اړیکې پیچلې خو مهمې دي تر عنوان لاندې په پاکستان کې چاپیدونکې د ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼه لیکي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي چې د پاکستان او امریکا اړیکې پیچلې دي خو په ورته وخت کې مهمې هم دي. ورځپاڼه لیکي چې جان کربي په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې آیا د پاکستان او اړیکې اوس تر بل هر وخته پیچلې شوې؟
هو شوي، آیا موږ د هرې موضوع پر سر له پاکستان سره سترګې په سترګې ګورو نه، نه ګورو، خو موږ له پاکستان سره د سیمې د ګټې په خاطر د ګواښونو په اړه معلومات او خپلې اندیښنې شریکوو له همدې امله زموږ اړیکې له پاکستان سره مهمې دي.
ایکسپریس ټریبیون لیکي چې د یوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي کربي وویل افغانستان او پاکستان د ترهګرو شبکو له لورې له ورته سره مخامخ دی او امریکا غواړي چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ خبرې او همکاري ښه شي، ځکه چې ترهګرې شبکې دواړو هېوادونو پاکستان او افغانستان ګواښي.
ګارډین
د امریکا د استخباراتو پخواني غړي منلې چې د ده معلومات د نېلسن منډېلا د زنداني کېدو سبب شول. دا په بریتانیا کې د چاپیدونکې ګارډین ورځپاڼې د یوه مطلب سرلیک دی چې په دوام یې لیکي د سي آی ای پخواني غړي ډونالډ ریکارډ ویلي چې دی په ۱۹۶۲ کال کې د نېلسن منډېلا په نیول کېدو کې ښکیل و ځکه چې ده هغه مهال د سویلي افریقا چارواکو ته معلومات ورکړي و چې له مخې یې منډېلا ونیول شو او ۲۷ کاله یې په بند کې تېر کړل.

د عکس سرچینه، AFP
ورځپاڼه لیکي چې ډونالډ ریکارډ ویلي د سویلي افریقا له چارواکو سره د معلومات شریکول اړین په دې خاطر و چې امریکا ګومان کاوه چې نېلسن منډېلا په بشپړه توګه د شوروي اتحاد په کنترول کې دی.
نوموړي د خپلو څرګندونو په دوام کې ویلي چې نېلسن منډېلا کولای شوای چې په سویلي افریقا کې یوه جګړه پیل کړي ورو ورو به په کې امریکا هم ښکیله شوې وای او په دې توګه به هرڅه خراب شوی واي.
ګارډین لیکي چې ښاغلي ریګارډ دغه څرګندونې فلم جوړونکي جان ایروین ته کړي چې نوی فلم یې د منډېلا ټوپک نومیږي او په پام کې ده چې دا اونۍ د فلمو په فیستوال کنز کې نندارې ته وړاندې شي.








