نیویارک ټایمز: حکمتیار ستنېدو ته 'نژدې شوی'

د عکس سرچینه،
نيويارک ټايمز:
نيويارک ټايمز په خپل يوۀ خپاره کړي مطلب کې وايي چې گلبدين حکمتيار افغانستان ته بېرته ستنېدو ته نژدې شوى.
ورځپاڼه زياتوي ښاغلى حکمتيار له هغو ورځو راهيسې چې گوريلا يا چريکي مشر و او په ٨٠ يمه لسيزه کې يې د سي آى اې په ملاتړ د پخواني شوروي اتحاد په وړاندې جگړه کوله، داسې برېښېده چې دغه پخوانى لومړى وزير به تل د خوا بدلولو لپاره په خبرو اترو بوخت و.
نيويارک ټايمز وايي ٦٨ کلن حکمتيار له خپل اسلامي گوند سره چې اوس طالبانو نژدې په بشپړ ډول تر سيورې لاندې راوستى، يو ځل بيا پر يوې معاملې کار کوي او دا ځل له افغان حکومت سره د رسمي پخلاينې هلې ځلې دي.
ورځپاڼه وايي که دا هوکړه وشي نو ښاغلى حکمتيار به وتوانېږي چې له ١٩٩٦ م کاله وروسته په لومړي ځل بيا کابل ته ور وگرځي. د ورځپاڼې په وينا، خو د گلبدين حکمتيار په مشرۍ له اسلامي گوند سره چې د بغاوت کوچنۍ برخه جوړوي د سولې د هلوځلو مهال په کابل کې پوښتنې را ولاړې کړې دي.
هغه دا چې حکومت د سولې خبرو اترو ته د طالبانو په راوستو کې پاتې راغلى نو له اسلامي گونده سره يې چټکې پخلاينې ته زړه ښه کړى چې د اړتيا وړ ښه خبر برابر کړي. ورځپاڼه وايي بل لوري ته د سولې عالي شورا چې د پخلاينې پر بهير يې له بهرنۍ بسپڼې ميليونونه ډالر لگولي، غواړي د خپلو فعاليتونو يو څه پايله ور وښيي.
ورځپاڼه وايي د اسلامي گوند غړو ته د مېشت ځايونو، دفتر او اړين امنيتي تدابيرو ژمنه شوې. د دواړې غاړې وايي پر څو ناحل پاتې ټکو خبرې روانې دي.
يو د امريکا او ملگرو ملتونو له تور ليسته د اسلامي گوند د نوم ايستل دي چې امريکا ويلي دا چاره وخت نيسي.

د عکس سرچینه، Getty
د ورځپاڼې په وينا امريکا غوښتنه کړې چې اسلامي گوند دې له ټولو توندلارو ډلو سره اړيکې وشلوي. خو د اسلامي گوند سر مرکچې امين کريم ورځپاڼې ته ويلي دوى به يواځې هغو ډلو سره اړيکي نه ساتي چې افغانستان ته گواښ جوړوي ځکه ترهگرۍ لپاره يو ټولمنلى تعريف نشته.
اکسپرس ټريبيون:
دغه پاکستان چاپه ورځپاڼه وايي "<link type="page"><caption> کاسا ١٠٠٠</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2016/04/160423_gn_electricity_casa_1000_" platform="highweb"/></link>" يوه وضعيت بدلوونکې پروژه ده.
ورځپاڼه وايي د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د کاسا ١٠٠٠ د پروژې پرانيسته د يوۀ خورا مهم پړاو ښودنه کوي. د ورځپاڼې په وينا دا پروژه کولى شي د منځنۍ او سويلي آسيا ترمنځ د برېښنا دوامداره سوداگري رامنځته کړي.
دا پروژه کولاى شي په پاکستان او افغانستان کې د اړتيا وړ ريښنا د کمښت کچه ټيټه کړي، او افغانستان د برېښنا د ترازيتي لار په توگه ځانگړى دريځ ومومي.
گارډين:

گارډين په خپل يوۀ رپوټ کې وايي چې بريتانيا لومړي وزير ډېوېډ کامیرون د دغه هېواد په جرمي قوانينو کې داسې يوه ماده زياته کړې چې له مخې يې د تقلب او پيسو سپينولو په مخنيوي کې پاتې راتلل جرم بلل کېږي.
د ښاغلي کامریون دا گام په داسې حال کې مخې ته راځي چې لندن نن د فساد ضد يوې سترې سرمشريزې کوربه دى. ورځپاڼه وايي ښاغلي کيمرون دا اقدام د هغو ادعاو د مخنيوي لپاره کړى چې وايي لندن د پيسو سپينولو پلازمېنه ده.
ډان:

د عکس سرچینه، AFP Getty
ډان ورځپاڼه وايي پاکستان کې هغې ځانگړې محکمې چې د پخواني ولسمشر پرويز مشرف په وړاندې يې د ملي خيانت قضيه اورېدله، نوموړى په رسمي ډول له محاکمې تښتېدلى کس پېژندلى.
محکمې څارنوال ته لارښوونه کړې چې اردو او انگريزي ژبو ورځپاڼو کې دې داسې خبرتياوې خپرې کړي چې په کې ښاغلى مشرف له محاکمې تښتېدلي کس په گوته شوى وي.








