واشنګټن پوسټ: لاریون ته لارې تړل د بې ثباتۍ وېره ښيي

واشنګټن پوسټ لیکي چې کابل کې پرونۍ مظاهره د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د هغو ستونزو څرګندویه هم وه چې له امله یې د ولسمشر غني پر حکومت د خلکو باور کم شوی دی.
د عکس تشریح، واشنګټن پوسټ لیکي چې کابل کې پرونۍ مظاهره د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د هغو ستونزو څرګندویه هم وه چې له امله یې د ولسمشر غني پر حکومت د خلکو باور کم شوی دی.

واشنګټن پوسټ

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼه په یوه مطلب کې لیکي چې افغان چارواکو پرون دوشنبه کابل کې د لویې مظاهرې لپاره سخت امنیتي تدابیر نیولي وو چې دا امنیتي تدابیر کابل کې د بې ثباتې په اړه وېره ښيي هغه هم په داسې حال کې چې ولسمشر محمد اشرف غني له یوې خوا له طالبانو سره په جګړه بوخت دی او له بله پلوه هڅه کوي چې افغانستان له اقتصادي سقوطه وساتي.

واشنګټن پوسټ لیکي چې کابل کې پرونۍ مظاهره د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د هغو ستونزو څرګندویه هم وه چې له امله یې د ولسمشر غني پر حکومت د خلکو باور کم شوی دی.

ټایمز آف انډیا

ورځپاڼه لیکي چې دولتي سرچینو ویلي په دې غونډه کې به د چین او امریکا ځانګړي استاز او د پاکستان لوړرتبه چارواکي ګډون وکړي.

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، ورځپاڼه لیکي چې دولتي سرچینو ویلي په دې غونډه کې به د چین او امریکا ځانګړي استاز او د پاکستان لوړرتبه چارواکي ګډون وکړي.

څلور هېوادونه د افغانستان د سولې په تړاو پاکستان کې غونډه کوي تر عنوان لاندې د ټایمز آف انډیا ورځپاڼه لیکي څلورواړه هېوادونه به د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې په اړه جوړه شوې لارنقشې په هکله خبرې وکړي او پر دې به هم وغږېږي چې د مخامخ خبرو د پیلېدو لپاره نور څه کېدای شي.

ورځپاڼه لیکي چې دولتي سرچینو ویلي په دې غونډه کې به د چین او امریکا ځانګړي استاز او د پاکستان لوړرتبه چارواکي ګډون وکړي. ورځپاڼه لیکي په پیل کې په پام کې وه چې دا غونډه د افغان دولت او طالبانو ترمنځ له خبرو وروسته وشي خو دغه بهیر هله ټکنۍ شو چې تېره میاشت کابل کې بمي برید له ۶۴ ډېر کسان ووژل.

ایکسپریس ټریبیون

په پاکستان کې چاپیدونکې د ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼه په یوه مطلب کې لیکي چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په بنګله دېش کې د جماعت اسلامي د پخواني مشر د اعدامولو په برخه کې د اروپا پر چوپتیا نیوکه وکړه او اروپا یې په دوه مخي سیاست تورنه کړه.

مطیع الرحمن نظامي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ایکسپریس ټریبیون لیکي چې د 'جماعت اسلامي' ډلې مشر مطیع الرحمن نظامي د تېرې سې شنبې په ورځ په پلازمېنه ډاکه کې اعدام شو، پر نوموړي تور و چې د ۱۹۷۱ کال د کړکېچ پرمهال یې د خلکو د وژلو امر کړی و.

ورځپاڼه لیکي ښاغلي اردوغان چې پر تلویزیون یې څرګندونې کولې اورپا ته په خطاب کې وویل که تاسو د سیاسي اعدامونو پرضد یاست نو ولې مو څو ورځې وړاندې د مطیع الرحمن نظامي د اعدامولو په اړه چوپتیا غوره کړه؟ نوموړي د پوښتنې په توګه ویلي ایا تاسو له اروپا نه په دې برخه کې څه واوریدل؟ نه، نه مو دي اوريدلی همدې ته دوه مخی سیاست وايي.

ایکسپریس ټریبیون لیکي چې د 'جماعت اسلامي' ډلې مشر مطیع الرحمن نظامي د تېرې سې شنبې په ورځ په پلازمېنه ډاکه کې اعدام شو، پر نوموړي تور و چې د ۱۹۷۱ کال د کړکېچ پرمهال یې د خلکو د وژلو امر کړی و. دا ۷۳ کلن پخوانی وزیر پنځم او تر ټولو لوړ رتبه مخالف مشر و چې له ۲۰۱۰ کال راهیسې د جنګي جرمونو په اړه د جنجالي محکمې له خوا په اعدام محکوم او اعدام شو.

نیویارک ټایمز

امریکا او د ختیځې اسیا متحدین به یې په ګډه د شمالي کوریا توغندي څاري تر عنوان لاندې د نیویارک ټایمز ورځپاڼه په یو مطلب کې د سویلي کوریا د دفاع وزارت د چارواکو له خولې لیکي امریکا، سویلي کوریا او جاپان به په لومړي خپل وړتیا وازمايي چې آیا کولای شي د شمالي کوریا توغندي کشف او وڅاري کنه.

نیویارک ټایمز لیکي په دې هکله به تمرین د جون میاشتې په ۲۸ مخکې له هغه پیل شي چې سویلي کوریا او جاپان له امریکا سره په پلان شویو پوځي تمرینونو کې برخه واخلي.

ورځپاڼه لیکي چې د تمرین پرمهال به بیړۍ دا وازمايي چې آیا کولای شي د شمالي کوریا له خوا د توغول شويو توغندو څرک پیدا کړي کنه او بیا به په دې اړه معلومات سره شریکوي.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، ورځپاڼه لیکي چې د تمرین پرمهال به بیړۍ دا وازمايي چې آیا کولای شي د شمالي کوریا له خوا د توغول شويو توغندو څرک پیدا کړي کنه او بیا به په دې اړه معلومات سره شریکوي.

ورځپاڼه لیکي چې د تمرین پرمهال به بیړۍ دا وازمايي چې آیا کولای شي د شمالي کوریا له خوا د توغول شويو توغندو څرک پیدا کړي کنه او بیا به په دې اړه معلومات سره شریکوي.

ورځپاڼه لیکي د دغه تمرین په اړه پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې شمالي کوریا د فبرورۍ په اومه نېټه د اوږده واټن ویشتونکی توغندی وازمایه او ویې ویل دا ازموینه یې د ځمکې په مدار کې د یوې سپوږمکۍ د ځای پرځای کولو په خاطر وکړه، خو ملګرو ملتونو شمالي کوریا د دغسې توغندیو له ازموینې منع کړی دی.