د فلسطیني زلمي سوځوونکي اسرائیلي ته د عمري بند سزا

د عکس سرچینه، EPA

په اسرائیلو کې یوې محکمې د هغې اسرائیلي ډلې مشر ته د عمري بند سزا ورکړې ده، چې دوه کاله وړاندې یې یو فلسطیني زلمی له تښتولو وروسته ژوندی سوځولی و. محکمې د ۳۱ کلن یوسف حییم بن ډېوېډ دفاع رد کړه او نوموړی یې د ۱۶ کلن محمد ابو خضیر به وژلو تورن کړ.

یوسف حییم بن ډېوېډ او دوو نورو فلسطینی زلمی محمد ابو خضیر د قدس له ختیځ نه وتښتاوه او له ژوندي سوځولو مخکې یې په وهلو وهلو له اخ او توخ غورځولی و.

محکمې د ځینو نورو جرمونو له کبله بن ډېوېډ ته ۲۰ کلونه نوره د بند سزا هم ورکړې ده، او د ابو خضیر کورنۍ ته باید ۴۰ زره ډالر ورکړي.

د اسرائیلو حکومت وړاندې ویلي وو چې ابو خضیر د "ترهګرۍ" قرباني شوی.

درو اسرائیلیانو محمد ابو خضیر له یوه واټه وتښتاوه او د ټوپک د کونداغونو په وهلو یې بې هوښه کړ، بیا یې په یوه ځنګل کې تېل پرې وپاشل او اور یې ورته کړ.
د عکس تشریح، درو اسرائیلیانو محمد ابو خضیر له یوه واټه وتښتاوه او د ټوپک د کونداغونو په وهلو یې بې هوښه کړ، بیا یې په یوه ځنګل کې تېل پرې وپاشل او اور یې ورته کړ.

بن ډېوېډ د محکمې په انګړ کې د ابو خضیر له کورنۍ بښنه وغوښته.

له بن ډېوېډ سره د ابو خضیر د سوځولو جرم کې دوه نور اسرائیلیان، چې عمرونه یې ۱۶ او ۱۷ دي، هم تورن شوي دي.

د ابو خضیر له سوځولو وروسته، په لوېدیځه تراډه کې تاوتریخوالی ډېر شو، چې بیا وروسته پر غزې د اسرائیلي خونړیو بریدونو پوره ۵۰ ورځې دوام وکړ.

بن ډېوېډ ته د نورو جرمونو له کبله هم د بند ۲۰ کاله سزا وټاکل شوه

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، بن ډېوېډ ته د نورو جرمونو له کبله هم د بند ۲۰ کاله سزا وټاکل شوه

د ابو خضیر پلار حسین ابو خضیر اسوشیټیډ پریس خبري اژانس ته وویل، غواړي په زندان کې د بن ډېوېډ مړینه وویني.

د ۲۰۱۴ کال نومبر میاشت کې د یوسف بن ډېوېډ په حق کې هم یوه پرېکړه شوې وه، خو د هغه وکیلانو ویل چې ګني موکل یې ذهني ستونزه لرله، او هڅه یې دا وه چې له زنداني کېدو یې وژغوري.

د عکس سرچینه، AFP GETTY

د ابو خضیر مور سها

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د ابو خضیر مور سها

درو اسرائیلیانو محمد ابو خضیر له یوه واټه وتښتاوه او د ټوپک د کونداغونو په وهلو یې بې هوښه کړ، بیا یې په یوه ځنګل کې تېل پرې وپاشل او اور یې ورته کړ. د دې بېرحمانه قضیې اسناد ښيي چې بن ډېوېډ اورلګیت بل کړ او ابو خضیر یې ژوندی وسوځاوه.

د محمد ابو خضیر مور له محکمې بهر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د محمد ابو خضیر مور له محکمې بهر