د فلسطیني زلمي ژوندي سوځولو په جرم تورنو ته د بند سزا

د عکس سرچینه، AFP
په اسرائیلو کې یوې محکمې د یوه فلسطیني زلمي محمد ابو خضیر ژوندي سوځولو په جرم یو تورن اسرائیلی په عمري بند محکوم کړی او بل ته یې د ۲۱ کلونو بند سزا ټاکلې ده.
تورنو ابو خضیر د قدس له واټ څه تښتولی او د درېیم سړي په مرسته یې ژوندی سوځولی او وژلی و.
محکمې په جرم کې پر درېیم شریک سړي د بند حکم نه دی کړی، چې ویل کېږي دا برید یې مخته بېوه.
ویل کېږي درېیم تورن یوسف حاییم بن ډېوېډ شاوخوا دېرش کلن دی، د ده وکیل وايي، موکل یې له ذهني ناروغۍ ځورېږي او د جرم پرمهال دی مسؤول نه ګڼل کېږي.
په سر کې محکمې نوموړی هم مجرم وګاڼه، خو وروسته یې پرېکړه وکړه چې د هغه د روغتیايي وضعیت له کبله له بنده نه شي ژغورل کېدای.
د دوو نورو تورنو هویت نه دی په ډاګه شوی، ځکه په ۲۰۱۴ کال د دوی پرضد د جرم د قضیې راپورته کېدو پرمهال یې عمرونه یې شپاړس کاله وو.
د ویلو ده چې په اسرائیلو کې د اعدام د پرېکړې پرځای تر ټولو سخته سزا ''عمري بند'' دی.
''وحشیانه عمل''

د عکس سرچینه، AFP GETTY
د محمد ابو خضیر مړی د ۲۰۱۴ کال د جولای پر دویمه د قدس په لوېدیځ کې په یوه ځنګل کې وموندل شو، دوې ورځې وروسته دوه اسرائیلي زلمیان د حماس د جنګیالیو له خوا وتښتول شول او ووژل شول.








