د محمد ابو خضیر د وژنې په تړاو شپږ تنه نیول شوي

په اسراییلو کې رسنیو رپوټ ورکړی چې د فلسطیني هلک محمد ابو خضیر د وژلو په تړاو شپږ کسان نیول شوي دي.
رپوټونه وايي چې نیول شوي کسان سخت دریځي یهوادن دي. پولیسو بي بي سي ته ویلي چې خضیر د خپل هویت له امله وژل شوی دی.
محمد ابو خضیر څو ورځې وړاندې په ختیځ بیت المقدس کې تیښتولو شوی و او د تېرې چهارشنبې په ورځ یې مړی وموندل شو.
ګومان کېږي چې هغه د هغو دریو اسراییلي هلکانو د وژل کېدو په غچ کې وژل شوی چې په ورته ډول له ورکېدو وروسته وژل شوي وو.
دغه راز رپوټونه وايي چې په اسراییل کې یو فلسطیني تنکی ځوان چې د امریکا تابعیت لري د اسراییلي پولیسو له خوا وهل شوی او د ۹ ورځو لپاره په کور کې نظر بند شوی دی.
۱۵ کلن طارق خضیر د محمد ابو خضیر د ماما زوی دی.
د هغه مور صباح ابو خضیر وايي چې پر زوی یې پولیسو چې عادې جامې یې پر تن وې حمله وکړه.
آغلې خضیر زوی ته له ورکړې جزا سره مخالفت کوي او وايي زوی ته یې په کوم تور د نهه ورځې نظر بندۍ جزا ورکړل شوې او ورته ویل شوي چې یو جرمانه هم پرې کړي؟
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت هم ويلي چې پر دغه فلسطيني الاصله امريکايي ځوان د زور زياتي له امله سخت خواشيني دي.
پولیس وايي چې طارق خضیر د هغو ځوانانو په ډله کې و چې د محمد ابو خضیر د وژل کېدو له امله د تاوتریخوالي په ترڅ کې یې پر پولیسو بریدونه کول.
په موبایل ټېلېفون کې اخیستل شوي تصویرونه ښيي چې دوه اسراییلي پولیس په بیا بیا طارق خضیر په سر وهي.
اخوا د محمد ابو خضیر د مړینې په اړه د عدلي طب د څېړونو په لومړنیو پایلو کې ویل شوي چې محمد ابو خضیر ژوندی سوځول شوی و.
په رپوټ کې ویل شوي چې د محمد ابو خضیر بدن ۹۰ سلنه سوځېدلی و او په سر کې یې هم ټپونه لرل.
دغه موندنې په رسمي توګه نه دې خپرې شوې.








