حماس له اسرائیلو سره "اوربند ته چمتو دی"

په وروستیو ورځو کې اسرائیلي پوځ پر غزې تراډې بمبارۍ ډېرې کړې دي.
د عکس تشریح، په وروستیو ورځو کې اسرائیلي پوځ پر غزې تراډې بمبارۍ ډېرې کړې دي.

رپوټونه وايي، د فلسطین حماس ډلې له اسرائیلو سره په دې شرط له غزې تراډې پر اسرائیلو د توغندیو توغولو اوربند ته چمتووالی ښوولی، چې اسرائیل به پر غزې تراډې بمباري دروي.

د اسلامي مقاومت حرکت "حماس" یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي د مصر استخباراتي چارواکو یوه اوربند ته د رسېدو لپاره د دواړو غاړو منځګړیتوب کړی دی.

سرچینه وايي "د حماس او مصري چارواکو ترمنځ پراخ اړیکي نیول شوي، چې تر ډېره په کې د حماس او اسرائیلو ترمنځ د نوي اوربند جوړجاړي ته رسېدل بریالي ښکاري. د اوربند رسمي اعلان به د جمعې پر ورځ وشي".

د حماس سرچینې دا هم ویلي چې حماس "په دې شرط پر اسرائیلو د توغندیو نه توغولو ته چمتو دی، چې اسرائیل دې هم پر غزه بریدونه نه کوي".

د وروستیو ورځو په اوږدو کې له غزې تراډې د اسرائیلو پر سوېلي برخه لسګونه توغندي ویشتل شوي، خو اسرائیلو یې په مقابل کې پر غزې تراډې بمبار کړی.

په قدس کې د بي بي سي خبریال وايي، د اوربند دا اعلان د فلسطیني ځوان محمد ابو خضیر د جنازې له مراسمو شېبه مخکې شوی.

د محمد ابو خضیر مړی په ختیځ قدس کې په داسې حال کې وموندل شو، چې نیمايي برخه یې سوځېدلې وه.

ابو خضیر وروسته تر هغه وژل شوی، چې درې اسرائیلي وګړي په لوېدیځه تراډه کې ووژل شول.

اسرائیلي پولیسو وویل، د ابو خضیر مړی به د جمعې پر ورځ د هغه کورنۍ ته وسپاري.

په لوېدیځ قدس کې د فلسطیني ځوان د جنازې له مراسمو شېبه مخکې اړدوړ ډېرشوی دی.

محمد ابو خضیر

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، ابو خضیر وروسته تر هغه وژل شوی، چې درې اسرائیلي وګړي په لوېدیځه تراډه کې ووژل شول.

له تېرو دوو ورځو راهیسې د اسرائیلي امنیتي ځواکونو او فلسطیني ځوانانو ترمنځ نښتې وروسته تر هغه پیل شوې، چې د ۱۷ کلن محمد ابو خضیر د تښتول کېدو او بیا یې د مړي موندل کېدو خبرونه خپاره شول.

زموږ خبریال کیفن کونولي وايي، د مصري استخباراتو چارواکي غالباً د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ د کړکېچ پرمهال د منځګړیتوب او پله رول لوبوي.

په غزه کې د بي بي سي خبریال رشدي ابو العوف وايي، د حماس او مصر ترمنځ اړیکي ځکه بریالي ښکاري، چې هلته وضعیت یوڅه ارامه شوی دی.