اسراييلي ځواکونو ۲۸۰ فلسطينيان نيولي دي

د عکس سرچینه، Reuters
د اسراييلو پوځ وايي ځواکونو يې په لويديځه غاړه کې د دريو ځوانو زده کوونکو د موندلو په موخه د چپاو اچولو پر مهال له فلسطينيانو سره د ډزو تبادله کړې ده.
پوځ وايي وروسته له هغه يې پر دوی مخامخ ډزې کړي، چې د دوی په وينا شاوخوا ۳۰۰ فلسطينيانو په جينين کې تېره شپه پر دوی بريد وکړ.
دغه نښتې وروسته له هغه پيل شوي د يهودانو د يوې ديني مدرسې د زده کوونکو د لټون پر مهال ۳۰ فلسطينيان ونيول شول.
اوس د ټولو هغو فلسطينيانو شمېر چې په دې تړاو نيول شوي ۲۸۰ ته رسېدلی دی.
اسراييل وايي د نيول شويو ۲۰۰ يې له حماس غورځنګ سره چې د اسراييلو لومړی وزیر بنيامن نتنياهو يې د دريو زده کوونکو په تښتولو تورنوي، اړيکي لري.
حماس په دغه پېښه کې لاس لرل رد کړي او دغه ادعا يې 'احمقانه' بللې ده.
تر اوسه هېڅ يوې ډلې د زده کوونکو چې له تېرې پنجشنبې راهيسې لادرکه دي د تښتولو ادعا نه ده کړې.
د اسراييلو پوځ وايي په نابلس کې هم وروسته له هغه د نښتو پر مهال ډزې شوې چې څو کسه فلسطینيان ونيول شول.
د فلسطين روغتيايي چارواکي وايي په دغو ډزو کې لږترلږه درې کسه ټپيان شوي دي. د اسراييلو د مرګ ژوبلې په اړه راپور نه دی ورکړای شوی.
دغه درې لادرکه شوي زده کوونکي چې عمرونه يې د ۱۶ او ۲۰ کلونو ترمنځ دي د هېبرون په ښار کې هغه مهال لادرکه شول، چې کور ته پر لار وو.
د دوی يو تن د اسراييلو او امريکا ګډ تابعيت لري.
پوځ وايي له هغه راهيسې چې دغه کسان لادرکه شوي شاوخو ۱۰۰ ځايونه يې لټولي او پر هغو ځايونو يې بريدونه کړي، چې د حماس غورځنګ له لوري کارول کېدل.
د فلسطيني ادارې مشر محمود عباس په يوه خبر پاڼه کې پر اسراييلو نيوکه کړې چې دوی د درېو ځوانانو د موندلو په بهانه فلسطينيانو ته سزا ورکوي.
ښاغلي عباس اسراييلي ځواکونه له نړیوالو بشري قوانينو په سرغړونې تورن کړي دي.
د يووالي حکومت چې حماس يې ملاتړ کوي دا مياشت جوړ شو.
د چار شنبې پر ورځ اسراييلو ۶۵ کسان د درېو زده کوونکو د لټون پر مهال ونيول، چې ۵۱ يې هغه کسان وو، چې اسراييلو د ګيلاد شاليټ په بدل کې په ۲۰۱۱ کال کې خوشي کړي وو.








