اسرائیل قدس کې ۱۵۰۰ نوي مېشت ځایونه جوړوي

د عکس سرچینه، BBC World Service
د اسرائیلو د کور جوړونې وزیر په فلسطین کې د نوي حکومت تر تشکیلېدو وروسته په له لومړي غبرګون کې ویلي، چې اسرائیلي حکومت په لوېدیځ تراډه او القدس کې د ۱۵۰۰ نویو مېشت ځایونو جوړولو پلان لري.
د اسرائیلو هارټس ورځپاڼې د وزیر اوري اريئیل له قوله ویلي، چې ۴۰۰ نوي مېشت ځایونه به په ختیځ قدس او پاتې نور به د لوېدیځې تراډې په هغو بېلابېلو سیمو کې جوړ کړي، چې له ۱۹۶۷ کال راهیسې د اسرائیلو په لاس کې دي.
ورځپاڼه وايي، دغه وزیر چې د یهودي ښي اړخي سخت دریځي ګوند غړی دی، ویلي "په فلسطین کې د یوه ترهګر حکومت د جوړېدو په مقابل کې د صهیونیستي مناسب غبرګون او نوي فرمان په اړه مبارکي درته وایم".
دی زیاتوي چې "د اسرائيلو دولت حق لري چې د هېواد په ټولو سیمو کې مېشت ځایونه جوړ کړي، چې په دې سره به د کورونو بیې او کرایې راولوېږي، باوري یم چې دا د اوږد کار پیلامه ده".
دغه مېشت ځايونه د نړيوال قانون له مخې ناقانونه دي، خو اسرائيل دا خبره نه مني.
وړاندې فلسطینیان ویلي وو، په (E1) سيمه کې نوی مېشت ځای به د عربانو ختيځ بيت المقدس له نورو فلسطيني سيمو پرې کړي، او راتلونکي کې به د سره تړلي فلسطيني دولت شونتيا مخه ونيسي.




