هند: په جادوګرۍ د تورنو د وژلو په تړاو ۱۰ تنه نيول شوي

د عکس سرچینه، Ravi prakash
د پوليسو په وينا د هند په ختيځ ايالت جار کنډ کې د جادوګرۍ په تور د یوې کورنۍ د دريو غړو د سوځولو په تور يې ۱۰ کسان نيولي دي.
په دې پېښه کې د دغې کورنې د مشر ګوادهن بهګت په ګډون درې کسان وژل شوي وو.
ځايي خلکو پر دغو کسانو تور لګولی و، چې ماشومان د قربانۍ لپاره تښتوي، خو پوليس وايي په دې تړاو يې تراوسه شواهد نه دي ترلاسه کړي.
وژل شوی کس ګوادهن بهګت وړاندې هم د يوه ماشوم د سر پرې کولو په تور په بند کې سزا تېره کړې وه.
بل خوا د هند په پلازمېنه نوي ډيلي کې په يوه پېښه کې پوليسو يوه ماشومه نجلۍ ژغورلې، د پوليسو په وينا دغه نجلۍ خپلوانو او دوو نورو کسانو "قربانۍ" ته تياروله.
وړاندې هم په جارکنډ کې د جادوګري په تړاو دې وژنې ورته پېښې شوې دي.
د چارواکو په وينا تېر کال د اګست مياشت کې د يوه کلي اوسېدونکو د جادوګرۍ په تور پنځه مېرمنې وژلې وې.
د پوليسو په وينا د دغې ايالت له جوړېدو وروسته د دې ډول پېښو له امله تراوسه ۱۲۰۰ ښځينه وژل شوې دي.








