په ميانمار او هند کې زلزله شوې

د عکس سرچینه، AFP
رپورټونه وايي چې په هند او ميانمار (برما) کې د ريکتر په کچه ۷،۱ درجې يوه زوروره زلزله شوې.
د امریکا د ځمکې پېژندې ادارې په وينا، د هند او ميانمار سربېره په بنګله دېش او نيپال کې هم د دغې زلزلې ټکانونه محسوس شوي دي.
د بريتانوي خبري اژانس رويټرز په وينا، د زلزلې مرکز د ميانمار ښار له منوويا څخه ۱۰۰ کيلومتره لرې په شمال ختيځ کې ۱۳۴ کيلومتره لرې تر ځمکې لاندې و.
راپورونه وايي دغې زلزلې په هند کې مالي زيان اړولی، خو د ځاني زيان په اړه تراوسه معلومات نشته.
يوه نيپالي د رويټرز خبري اژانس ته ویلي چې زلزله هغومره تېزه نه وه چې خلک له خپلو کورونو را ووځي.
څور ورځې وړاندې د افغانستان او تاجکستان پر پوله زلزله شوې وه، چې له امله يې يوه کس په خيبر پښتونخوا کې خپل ژوند له لاسه ورکړی و.




