افغانستان کې زلزلې لسګونه کورونه زیانمن کړي

د عکس سرچینه، AP
تېره شپه يوځل بيا د افغانستان ځينې سيمې يوې پياوړې زلزلې ولړزولې. زلزله د ریختر په کچه شپږ اعشاريه درې درجې او مرکز يې د بدخشان فيض آباد ښار و.
د افغانستان د بېړنیو پېښو پروړاندې د مبارزې د ادارې مرستیال اسلم سیاس بي بي سي ته وویل، دا زلزله تر ځمکې لاندې ۱۹۳ کیلومتره ژوره وه، دیارلس کسان ټپیان شوي او ۲۱ کورونه یې بشپړ ویجاړ کړي دي.
ښاغلي سیاس وویل، زلزلې تر ډېره بدخشان، تخار، پروان، ننګرهار، کونړ او بغلان ولایتونو کې زیان رسولی دی.
د زلزلې ټکانونه په پاکستان او هند کې هم احساس شوي دي.
له پېښوره د ودانيو د نړېدا او لږ تر لږه د ديرشو کسانو د ټپي کېدو خبرونه رارسېدلي دي.

د عکس سرچینه، Reuters
خو له افغانستانه لا د مرگ ژوبلې او يا نورو زيانونو رپوټونه نه دي تر لاسه شوي.
د افغانستان پلازمېنه کابل او د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې هم دغه زلزله حس شوه، چې ګڼ خلک یې په توره شپه کې له خپلو کورونو بهر ته راوتلو ته اړایستل.

د عکس سرچینه، AFP
د پېښور د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې مشر حمید نواز اسوشېټېډ پرېس خبري آژانس ته ویلي، د ښار ځینې لرغوني دېوالونه زیانمن شوي دي.
دوه میاشتې وړاندې هم د افغانستان په بدخشان کې ۷٫۷ درجه زلزله شوې وه.
او په ۲۰۰۵ کال، ۷٫۶ درجې زلزلې پاکستاني کشمیر او نورو سیمو کې لږترلږه ۷۵ زره کسان ووژل.

د عکس سرچینه، EPA








