خیبر پښتونخوا کې زلزلې ۱۴۷ تعلیمي ادارې ویجاړې کړې

تر ټولو ډېرو کورونو ته په سوات او کوز دیر کې زیان رسیدلی دی

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، تر ټولو ډېرو کورونو ته په سوات او کوز دیر کې زیان رسیدلی دی

د خیبر پښتونخوا ایالت کې د بيړنیز حالت پر مهال د مرستو اداره وايي دغه صوبه کې د دوشنبې ورځې زلزلې له کبله لومړني رپوټونه ښيي، چې ۱۴۷ تعلیمي ادارې ویجاړې شوې دي او د مړینو کچه ۲۲۰ کسانو ته رسېدلې ده.

بل لور ته ټول پاکستان کې د زلزلې له کبله د وژل شویو ټولو کسانو شمېر ۲۲۵ ښوول کېږي.

د یادې ادارې له لوري تر اوسه یوازې د څلورو ولسوالیو د ویجاړو شویو تعلیمي ادارو د شمېر یادوونه شوې ده.

د پي ډي ایم کارکونکی یوسف ضیا بي بي سي ته وویل، چې تر اوسه د ۱۴۷ تعلیمي ادارو د ویجاړۍ رپوټونه دوی ته رسیدلي دي، خو وايي له نورو سیمو هم ورته رپوټونه رسیږي.

د نوموړي په خبره ټانک سیمه کې تر ټولو ډېر ۵۳ ښوونځي ویجاړ شوي او بر دیر سیمه کې ۴۵ ښوونځیو ته زیان اوښتی.

لکي مروت کې وايي ۴۳ ښوونځي ویجاړ شوي او بنو کې د زلزلې له کبله د سر کوم زیان نه دی اوښتی، خو وايي هلته هم د زلزلې له کبله ۱۵ ښوونځیو ته زیان اوښتی دی.

قبایلي سیمو کې د مړینو شمېر له ۳۰ کسانو ډېر شوی، چې تر ټولو ډېر شمېر یې باجوړ کې یادیږي

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، قبایلي سیمو کې د مړینو شمېر له ۳۰ کسانو ډېر شوی، چې تر ټولو ډېر شمېر یې باجوړ کې یادیږي

بل لور ته چارواکي وايي د سر ډېر زیان په شانګله سیمه کې اوښتی دی.

د دوی په وینا دغه سیمه کې د زلزلې له کبله ۴۹ کسان مړه شوي دي، نژدې اته نیم زره ودانۍ ویجاړې شوې او ۱۱۳ ښوونځیو ته هم زیان رسیدلی دی.

تر ټولو ډېرو کورونو ته په سوات او کوز دیر کې زیان رسیدلی دی، چې په ترتیب سره یې شمېر ۲۲۰۳ او ۲۳۰۸۷ دی.

له چترال نه د ۳۲ کسانو وژل کېدو رپوټونه ورکړل شوي دي، خو ځايي چارواکي دغه شمېر ۳۷ کسان بولي او وايي د ځینو کلیو خټین کورونه په بشپړه توګه له منځه تللي دي.

قبایلي سیمو کې د مړینو شمېر له ۳۰ کسانو ډېر شوی، چې تر ټولو ډېر شمېر یې باجوړ کې یادیږي.

دغه سیمه کې ۲۱ کسان مړه شوي او له ۳۰۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي دي.

د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف د سې شنبې په ورځ شانګلې ته د خپل سفر پر مهال په بشپړه او جزوي توګه د ویجاړو شویو کورونو څښتنانو ته د یو لک او پنځوس زره روپیو مرستې ورکولو اعلان وکړ.

۔