افغانستان – تاجیکستان پر پولې زلزلې مرګ ژوبله اړولې

رپوټونه وايي، د افغانستان او تاجیکستان پر پوله د ریختر په کچه ۶٫۶ درجې زلزلې د سوېل لوېدیځې آسیا ځینې لوی ښارونه لړزولي دي.
د امریکا د ځمکې پېژندې ادارې ویلي، د زلزلې مرکز په افغانستان کې د تاجیکستان پولې ته نژدې و.
زلزله د افغانستان په ځايي وخت د ماسپښین درې بجې وشوه.
دا زلزله په کابل، لاهور او نوي ډیلي کې احساس شوې ده او ګڼ وګړي یې له ودانیو نه بهر ایستو ته اړایستلي دي.
د تېر ۲۰۱۵ کال اکتوبر کې هم ۷٫۵ درجې زلزلې یادې سیمې ولړزولې چې لږترلږه ۳۰۰ کسان یې ووژل.
د افغانستان او پاکستان سرحدي هندوکش سیمه په زلزلو مشهوره ده.
بل خوا د خيبرپښتونخوا د چارواکو په وينا د زلزلې له امله په پېښور کې شاوخوا ۲۷ تنه ټپيان او روغتون ته لېږودل شوي دي.
خيبر پښتونخوا کې د قدرتي پېښو سره د مبارزې د ادارې مشر عابد بي بي سي ته ويلي، چې د زلزلې د تېزو ټکانونو له امله په بونيز کې د ځمکې ښوېدنې په ترڅ کې يوه تن خپل ژوند له لاسه ور کړی او دوه نور ټپيان شوي دي.
کابو یوه لسیزه وړاندې، د پاکستان شمالي سیمې ۷٫۶ درجه زلزلې ولړزولې، چې لږترلږه د ۷۵ زره کسانو د مړینې لامل شو.

د عکس سرچینه، epa

د عکس سرچینه، EPA








