لاهور کې چاودنې لږ ترلږه ۶۵ کسان وژلي

د عکس سرچینه، AFP
د پاکستاني چارواکو په وينا لږ ترلږه ۶۵ کسان په لاهور کې د چاودنې له امله وژل شوي او گڼ نور ژوبل دي.
پوليس وايي دغه بريد د ځانمرګي بريدګر له خوا په يوه پارک کې شوی دی. يو عيني شاهد وايي چې له چاودنې وروسته لوى شمېر خلک تر پښو لاندې شوي، کوچنيان د ژغورنې هڅه کې له خپل مور پلار څخه جلا شوي دي.
راپورونه ښيي دغه چاودنه د ګلشن اقبال پارک سره نژدې هلته چې موټر درول کېږي شوې ده.
لاهور د پنجاب ايالت مرکز دی چې د پاکستان يوه تر ټولو شتمنه سيمه ګڼل کېږي او اوسنی لومړی وزير هم د دغه ځای اوسېدونکی دی.
د مرستندويه کارکوونکو له خولې ويل شوي دي، لږ تر لږه ١٠٠ کسان روغتون ته وړل شوي چې کوچنيان هم په کې شامل دي.
تراوسه هېڅ کومې ډلې د دغه بريد يړه پر غاړه نه ده اخيستې.

د عکس سرچینه، AFP
وړاندې تر دې هم په پاکستان کې دا ډول پېښې رامنځ ته شوې دي.
د پاکستان ولسمشر ممنون حسين او لومړي وزير نواز شريف دغه چاودنه په کلکه غندلې ده.








