د پاریس بریدونو اصلي شکمن د بروکسل چاودنو په اړه هېڅ خبرې نه کوي
بلجیمي څارنوالان وایي، د پاریس بریدونو کې اصلي شکمن لاس لرونکی صلاح عبدالسلام په بروکسل کې د تېرې سه شنبې بریدونو په تړاو له خبرو کولو ډډه کوي.
څارنوالانو وویل، عبدالسلام چې تېره اونۍ په بروکسل کې ونیول شو او په پيل کې همکاري کوله، خو اوس د "چوپ پاتې کېدو حق کارولو" سره د سه شنبې ورځې بریدونو په تړاو د پوښتنو په ځواب کې هېڅ نه وایي.
عبدالسلام د بروکسل بریدونو څو ورځې وړاندې چې ۳۱ کسان پکې ووژل شول، نیول شوی و.

د عکس سرچینه، EPA
د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې په درېیو اروپایي هېوادونو کې ۱۲ شکمن کسان ونیول شول.
شپږ یې د پنجشنبې او درې یې د جمعې په ورځ بلجیم ونیول شول او داسې ګومان کېږي چې ډېر شمېر نور وروسته خوشي شول.
دوه کسان په جرمني او یوه فرانسه کې نیول شوي چې ویل کېږي ورسره د برید یو پلان په لومړیو پړاوونو کې شنډ شوی دی.
په همدې حال کې بلجیمي چارواکو د بروکسل هوایي ډګر بریدونو دویم ځانمرګي بریدګر نوم نجیم لاشراووی ښوولی او ویلي یې دي چې دده ډي ان اې د پاریس د سپتمبر بریدونو په سیمه کې هم موندل شوې وه.
اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې ویلي چې دواړه بریدونه د بلجیم او پاریس دوی ترسره کړي.
دې ډلې د جمعې په ورځ د بروکسل بریدونو په اړه یوه ویډیو خپره کړه چې ښيي دا یې په عراق او سوریه کې پر داعش د ایتلافي ځواکونو د برید په غچ کې ترسره کړی دی.
عبدالسلام ظاهرا تر څه دپاسه څلورو میاشتو پټېدو وروسته، د مارچ په ۱۸ مه د یو لړ ډراماتیکو عملیاتو په ترڅ کې په بروکسل کې ونیول شول.
له هغه د لومړنیو پوښتنو ګروېږنو په توګه څارنوالۍ ویلي، په کومه ورځ چې دی نیول کېده نو په پښه په مرمۍ لګېدلی و او په روغتون کې د درملنې له امله ترې په هغه ورځ پوښتنې ګروېږنې نه وې شوې.
عبداسلام سره د هغې ورځې په سبا ۸ بجو (ګرېنوېچ ۷ بجې) لومړۍ انټرویو وشوه او څېړونکو ترې راساً ترې د پاریس بریدونو اصلي ټکو په تړاو پوښتنې وکړې. دویمه مرکه یې د اروپایي هېوادونو لخوا د هغه د نیولو حکم صادرول و.
خو په دې برخه کې عبدالسلام د چوپ پاتې کېدو له حق څخه ګټه پورته کړه.
په یوه اعلامیه کې ویل شوي، نوموړي سره د دویم ځل لپاره د مارچ په ۲۲ مه د بروکسل تر بریدونو وروسته سملاسي خبرې وشوې، خو هغه په دې تړاو له خبرو کولو ډډه وکړه.
د بلجیم د عدلیې وزیر کوین ګینس پارلمان ته تایید کړه چې عبدالسلام "تر بریدونو وروسته نه غواړي خبرې وکړي."
د جمعې په ورځ وختي، څارنوالۍ اعلان وکړ چې نهه نور کسان د بروکسل په فورسټ، ژېل او شاربیک سیمو کې نیول شوي.
رسنۍ وایي، په وروستۍ چاپه کې، یو سړی چې بار یې پر شا و او د پولیسو امر یې ونه مانه، په شاربیک سیمه کې په ډزو ویشتل شوی.








