"دوو وروڼو د بلجيم بريدونه ترسره کړي"

هغه دوه ځانمرگي بريدکوونکي چې د سي شنبې په ورځ يې د بلجيم په پلازمېنې بروکسل کې بريدونه ترسره کړي دي دوه وروڼه وو، د خالد او ابراهيم البکراوي په نومونو ياد شوي دي. دواړو د بلجيم تابعيت درلود.
د بلجيم څارنوال وايي ابراهيم په هوايي ډگر بريد کې شامل و چې ١١ کسان يې وژلي او خالد د ځمکې لاندې اورگاډي باندې بريد ترسره کړى چې ٢٠ کسان يې هلته وژلي دي.

د عکس سرچینه، Horst Pilger
د "اسلامي دولت" په نوم ډلې د دې بريدونوو مسوليت په غاړه اخيستى دى. بلجيم د دې بريدونو له امله درې ورځنى ماتم کوي.
د بريدونو له امله له ٢٥٠ نه زيات کسان ژوبل شوي هم وو.
د خالد البکراوي نوم د انټرپول په وييپاڼې هم شته، او وايي چې د د ترهگريزو فعاليتونو له امله "د هغۀ لټون" کوي.
د اروپايي ټولنې د هېوادو د کورنېو چارو او عدليې وزيران به دې وروستېو بريدونو په اړه بروکسل کې غونډه کوي.
د بلجيم نړيوال هوايي ډگر به سبا ته هم بند وي.

د عکس سرچینه،




