د سوریې شمال کې کردان فدرالي نظام اعلانوي

د عکس سرچینه، Reuters
کردي ګوندونه وايي، د سوریې په شمال کې د دوی تر واک لاندې سیمو کې د فدرالي سیستم اعلانولو هوډ لري.
وړاندې کردانو له ترکیې سره پر پوله په درو سیمو (عفرین، کوباني او حسکه) کې 'کورواکي' اعلان کړې وه.
په دغه سیستم کې معمولاً عرب او ترکمن مېشتې سیمې هم دي، چې له 'اسلامي دولت' (داعش) ډلې نه نیول شوې دي.
خو د فدرالي سیستم آیډیا په ژنیوا کې د سولې د مرکچیانو او د ترکیې د دولت له خوا رد شوې ده.
دواړو په سوریه کې د ملي یووالي پر ساتلو ټینګار کړی.
'یوه اړخیزه پرېکړه'
د سوریې له کورنۍ جګړې پیلېدو وړاندې، کردانو د سوریې شاوخوا ۲۴٫۵ میلیون وګړو نژدې ۷ سلنه جوړوله.
وړاندې دوی له ځینو لومړنیو حقونو او اسانتیاوو بې برخې وو او د سوري دولت له خوا د مېرې چلند ورسره کېده، خو د سوریې د پنځه کلنې جګړې په لړ کې دوی بې پرې پاتې شول.
کله چې د ۲۰۱۲ کال په نیمايي کې دولتي ځواکونو له کرد مېشتو سیمو شاته شول، کردي وسله والو ددغو سیمو نیولو ته ملا وتړله.
د ۲۰۱۴ په جنورۍ کې، کردي او نورو ګوندونو په عفرین او کوباني کې کورواکه اداره اعلان کړه.

د عکس سرچینه، Reuters
دوی ټینګار کاوه چې له سوریې د خپلواکۍ هوډ نه لري، بلکې غواړي په یوه فدرالي چوکاټ کې 'سیمه ییز دیموکراتیک دولت' جوړ کړي.
د ۲۰۱۴ په سپتمبر کې، داعش جنګیالیو پر کوباني برید وکړ او لسګونه زره وګړي ترکیې ته وتښتېدل، خو د امریکا په هوايي ملاتړ د خلق ملاتړ له څلور میاشتنۍ جګړې وروسته یادې سیمې بېرته ونیولې.








