کردان له ''اسلامي دولت'' نه د سنجار ښار نیولو عملیات کوي

د عکس سرچینه، Reuters
د ایتلاف د هوايي بریدونو په ملاتړ کردي ځواکونو د عراق شمال کې له ''اسلامي دولت'' ډلې نه د سنجار ښار بېرته نیولو لپاره جګړه پیل کړې ده. دغه ښار تېر کال ''اسلامي دولت'' ونیو چې لسګونه زره ایزیدیان یې کوچېدو ته اړایستل.
د کردانو د ملي شورا په یوه خبرپاڼه کې راغلي ''نژدې ۷۵۰۰ پیشمرګه جنګیالیو د ښار غر له درو خواوو کلابند کړی، او د ''اسلامي دولت'' ډلې لپاره د همکارۍ لاره غوڅه شوې ده''.
په ویناپاڼه کې راغلي ''کردان د ښار او د اوسېدونکو د ساتنې لپاره یوه ګوښه سیمه ټاکلې ده چې د جګړې له تاو لیرې وساتل شي''.
<link type="page"><caption> پیشمرګه څوک دي؟</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/world/2014/08/140813_hh-profile-peshmerga" platform="highweb"/></link>
<link type="page"><caption> ایزیدیان څوک دي؟</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/interactivity/2014/08/140808_who_are_the_yazidis_iraq_is" platform="highweb"/></link>

د عکس سرچینه، AP
د عملیاتو اصلي هدف د ''اسلامي دولت'' د لومړیو کرښو مرستې غوڅول ښوول شي، چې د سنجار له لارې تېرېږي او موصل ښار له رقې ښار سره تړي.
په عراق کې موصل او په سوریه کې رقه ښارونه د ''اسلامي دولت'' تر ټولو ټینګ مرکزونه دي.
په دغو عملیاتو کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف هوايي ملاتړ هم شته.
تېر کال پر موصل ښار د ''اسلامي دولت'' ډلې تر واکمنېدا وروسته دغې ډلې سنجار ښار هم ونیو.

د عکس سرچینه، AP

د عکس سرچینه، Reuters
سنجار کې د ''اسلامي دولت'' له لوري له ایزیدي لږکیو سره ډېر ناوړه اعمال وشول. دغې ډلې ایزیدیان د ''شیطان عبادت کوونکي'' بلل.
زرګونه ایزیدیان هغو غرونو ته وتښتېدل، چې د ''اسلامي دولت'' له خوا کلابند شوي و او هلته په سپین ډاګ پاتې شول.
د ایزیدیانو له تېښتې وروسته، د امریکا متحدو ایالتونو له هغوی سره همکاري پیل کړه او دوی ته یې د هوا له لارې د خوړو مرستې ورسولې، خو د اګست پر اتمه، په عراق او سوریه کې امریکا د ''اسلامي دولت'' ډلې پر وړاندې لومړي هوايي بریدونه وکړل.
د کردستان کارګر ګوند په سنجار کې ایزیدي جنګیالي وروزل.
د اسوشېټېډ پرېس خبري آژانس په حواله، د سنجار په عملیاتو کې د کردستان ولایت د دیموکرات ګوند مشر مسعود برزاني هم ګډون کړی.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، reuters








