ایزیدي وکیله د سنجار له پېښې روغه وتلې

د عکس سرچینه،
د عراق په شمالي سنجار غره کې ایزیديلږکیو ته په مرستو بار یوه الوتکه لوېدلې، چې پیلوټ یې وژل شوی او پنځه نور کسان ټپیان شوي.
په سپرلۍ کې ځینې خبریالان او د ایزیدیانو یوه وکیله فیان دخیل هم وه.
د فیان دخیل په ګډون یو شمېر سپاره ټپیان شوي.
دغې الوتکې د عراق شمال لوېدیځ سنجار غره کې هغو لسګونو زرو بې ځایه شویو ایزیدي لږکیو ته مرستې لېږدولې، چې د اسلامي دولت د جنګیالیو د بریدونو له وېرې له خپلو مېنو کوچېدلي او غره ته یې پناه وړې ده.
د عراق پوځي سرچینو ویلي یوه ۱۷ مي ډوله الوتکه، چې ایزیدي بې ځایه شویو ته یې توکي لېږدول، د عراق شمال لوېدیځ سنجار غره کې لوېدلې. دغه الوتکه د ډېر بار او پرې د خلکو د ډېرې راغونډېدنې له کبله لوېدلې".
سرچینه زیاتوي "په پېښه کې د الوتکې له عملې یو کس وژل شوی او د ایزیدي وکیلې فیان دخیل په ګډون پنځه نور ټپیان شوي".
د عراق حکومتي تلوېزیون په یوه بېړني خبر کې د وسله والو ځواکونو د عامه قومندانۍ د مرکز د ویاند جګړن قاسم عطا له قوله ویلي، د الوتکې یو پیلوټ وژل شوی او بل ټپي دی.
د تېرې اونۍ لومړنیو کې د عراق پر شمال لوېدیځ سنجار ښار د اسلامي دولت د جنګیالیو د بریدونو پایله کې لسګونه زره وګړي خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شول.
دغه لږکي د سنجار هغه غره ته ولاړل، چې د اوبو او خوړو څرک پکې نه لېږي، او د لوږې او تندې له کبله د مړینې کچه پکې ډېره ده.








