ونزویلا کې لاریونیانو د مادورو استعفا وغوښته

د ونزویلا سیاسي فضا د سوسیالیست ولسمشر مادورو او د هغه د سیاسي مخالفانو ترمنځ وېشل شوې ده.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د ونزویلا سیاسي فضا د سوسیالیست ولسمشر مادورو او د هغه د سیاسي مخالفانو ترمنځ وېشل شوې ده.

د ونزویلا پلازمېنه کاراکاس کې د دولت مخالفو لاریونیانو ‎ د ولسمشر نیکولاس مادورو استعفا وغوښته. خو په مقابل کې یې د سوسیالیست ولسمشر ملاتړو د نوموړي په ملاتړ لاریونونه وکړل.

رپوټونه وايي، په دواړو لاریونونو کې زرګونه کسان واټونو ته راوتلي وو، خو شمېر یې هومره نه وو، لکه په تېرو کلونو کې چې د کاراکاس واټونو ته په لوی شمېر مظاهره کوونکي راوتلي وو.

پر همدې مهال، نیکولاس مادورو ټینګار کړی چې له واکه د لیرې کېدو هېڅ هوډ هم نه لري.

د ولسمشر مخالفانو چې دا مهال په پارلمان کې اکثریت دي، تېره اونۍ اعلان وکړ چې د مادورو د لیرې کېدو لپاره به تر خپله وسه هڅې وکړې او د ټولپوښتنې لپاره به کمپاین وکړي.

په ونزویلا کې مخالف ایتلاف دوې ورځې وړاندې د نیکولاس مادورو د لیرې کېدو لپاره یو لړ پروګرامونه پیل کړل.

ولسمشر نیکولاس مادورو وايي، له واکه د لیرې کېدو هېڅ هوډ نه لري.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، ولسمشر نیکولاس مادورو وايي، له واکه د لیرې کېدو هېڅ هوډ نه لري.

د ونزویلا سیاسي فضا د سوسیالیست ولسمشر مادورو او د هغه د سیاسي مخالفانو ترمنځ وېشل شوې ده.

د تېر دسمبر میاشتې پارلماني ټاکنو کې د دولت ضد مخالفو ډلو پاموړ بریا ترلاسه کړه.

دوی په تېرو ۱۷ کلونو کې د لومړي ځل لپاره وتوانېدل، چې د ونزویلا د پارلمان کنټرول ترلاسه کړي.

په ونزویلا کې مخالف ایتلاف دوې ورځې وړاندې د نیکولاس مادورو د لیرې کېدو لپاره یو لړ پروګرامونه پیل کړل.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په ونزویلا کې مخالف ایتلاف دوې ورځې وړاندې د نیکولاس مادورو د لیرې کېدو لپاره یو لړ پروګرامونه پیل کړل.

د ولسمشر مادورو د ولسمشرۍ پړاو په ۲۰۱۹ کال کې پای ته رسېږي.

نیکولاس مادورو د <link type="page"><caption> هوګو چاویز</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/multimedia/2013/03/130306_ss-hugo-chavez-political-life" platform="highweb"/></link><itemMeta>pashto/world/2013/04/130415_maduro_wins</itemMeta> شو.

د عکس سرچینه، Getty