د وېنزوېلا بندځای اور لګېدنه کې ۱۷ کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، Reuters
چارواکي وايي د وېنزوېلا، ويلنسيا ښار په ټاکيويټو بندځای کې د اور لګېدلنې له امله ۱۷ کسان وژل شوي دي.
د دې بندځای يوه بندي ويلي چې برېښنايي سیمونو کې د ستونزو له امله د اور لګېدنې دغه پېښه رامنځ ته شوې ده خو دغه ادعا تر اوسه په رسمي ډول نه ده تاييد شوې.
چارواکي وايي د اور لګېدو په دې پېښه کې ۹ نارينه او اته ښځينه وژل شوي دي.
روغتيايي کارکوونکي وايي وژل شوي کسان يې د پېژندې لپاره روغتون ته لېږدولي دي.
د وژل شويو کسانو خپلوان چې له دغه بندځای بهر راټول شوي وو وايي، په دې پېښه کې نهه نارينه او اته ښځينه وژل شوي.
دوی وايي وژل شوې ښځينه د خپلو بنديانو ملګرو د ليدلو لپاره راغلې وې.
چارواکي وايي د بندځای شاوخوا امنيت يې نور هم ټينګ کړی چې بنديان ونشي کړای وتښتي.
د وېنزويلا د بنديانو د څېړنې يوه ډله وايي په ۲۰۱۴ کال کې له ۳۰۰ ډېر بنديان د تاوتريخوالي له کبله د دې هېواد په بندځايونو کې وژل شوي وو.
وېنزويلا په لاتين امريکا کې له هغو هېوادونو ګڼل کېږي چې د جرمونو شمېره په کې ډېره لوړه ده او د دې هېواد قضايي سيستم نشي کولای د دغو بنديانو قضيې فيصله کړي او له دې کبله په کې د بنديانو شمېر تر اندازې ډېر دی.








