نیکولاس مادورو د ونزویلا ولسمشر شو

د ونزویلا په ولسمشریزو ټاکنو کې نیکولاس مادورو بریالی شو دی.
د ټاکنو کمیسیون ویلي، چې مرستیال ولسمشر نیکولاس مادورو له سلو ۵۰.۶۶ رایې ګټلې دي، خو د هغه سیال هنریک کاپریلیس بیا ایله ۴۹.۰۶ رایې خپلې کړې دي.
د ټاکنو کمیسیون مشر تبیسای لوچینا یوې خبري غونډې ته په کاراکس کې وویل، چې "دغه پایلې قطعي دي، ولس خپله خبره وکړه".
په دې سره به مادورو د مړه شوي ولسمشر <link type="page"><caption> هوګو چاوېز </caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/multimedia/2013/03/130306_ss-hugo-chavez-political-life.shtml" platform="highweb"/></link>پرځای د ونزویلا ولسمشر شي.
هوګو چاوېز تېره میاشت د سرطان اوږدۍ ناروغۍ له کبله مړ شو.
ټاکنې
د ونزویلا په ولسمشریزو ټاکنو کې نیکولاس مادورو د خپل سیال هنریک کاپریلیس، چې د میرانډا ایالت والي هم و، سیالي وکړه.
د دغه هېواد په ټاکنو کې نژدې ۱۹ میلیون کسانو رایې ورکړې.
چارواکو په ټول هېواد کې نژدې ۱۵۰ زره ځواکونه د امنیت ساتلو لپاره ګومارلي وو، چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې چمتووالی ورته نیول کېده.
چارواکو وېره ښودلې وه، چې ودې شي له بهره د ټاکنو پرمهال د هېواد د نارامه کېدو هڅې وشي.
مادورو، چې وړاندې ګاډی چلوونکی و، په ډېرې تېزۍ سره حکومتي څوکۍ ته ورسېد، بیا په ۲۰۰۶ کال د بهرنیو چارو وزیر او په ۲۰۱۲ کال کې د ولسمشر مرستیال وټاکل شو.
مادورو پخپلو انتخاباتي کمپاینونو کې ژمنه کړې وه، چې د ټولنیزو پروګرامو د پراختیا لپاره به د هېواد له نفتي زېرمو ډېره شتمني ترلاسه او دغه پروژې به پرې تطبیق کړي.
خو د هغه ټاکنیز سیال کاپریلیس مادورو په پټېدو تورن کړی، چې وايي، هېواد کې یې د جرمونو د خپرولو مخه نه ده نیولې او د بې وزلۍ له منځه وړلو لپاره یې هېڅ کار نه دی کړی.
کاپریلیس مادورو د رای اچونې د صندوقونو د پرانیستلو پرمهال د ټاکنیز قانون په سرغړونې تورن کړ، هغه دا چې د هېواد له ملي تلویزیون یې خپل کمپاین پیل کړی دی.

د هېواد ملي تلویزیون ځینې داسې انځورونه وښودل، چې مادورو په کې د هېواد د مړه شوي ولسمشر هوګو چاوېز قبر ته ورځي چې د کاپریلیس په وینا دا ډول عمل "د ټولو ټاکنیزو دودونو خلاف دی".
د ټاکنو څارونکې جرګه ګۍ ویلي، چې تېرې ټاکنې په شفافیت او ارامۍ ترسره شوې.
خو د ونزویلا پلازمېنه کې د بي بي سي خبریال ویل ګرانټ وايي، د دواړو کاندیدانو پلویانو په ډېره ارامه فضا کې رایې ورکړې.
اټکل دی، چې نوی ولسمشر به د اپریل پر نولسمه د ولسمشرۍ لوړه وکړي، چې د واک موده به یې د ۲۰۱۹ کال تر جنورۍ پورې دوام وکړي.







