ونزویلا کې ولسمشریزې ټاکنې پیل شوې
په ونزويلا کې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د رايو ورکولو بهير څو ساعته وړاندې پيل شوی او د اپوزيسيون مشر، سرپرست ولسمشر نیکولاس مادورو د واک په ناوړه کارولو تورن کړی.
په يوه خبري کنفرانس کې چې پر تلويزيون ښوول کېده هېنريک کاپرېلېس وويل سيال يې د ټاکنو له قانون نه ځکه سرغړونه کړې چې د کمپاين د پای له نېټې وروسته بيا پر تلويزيون ښکاره شوی دی.
ده چې د ښاغلي مادورو په څېر له قانون نه سرغړونه وکړه د تلويزيون له لارې له ټولو ونزويلايانو وغوښتل چې خپلې رايې وکاروي.
تر دې وړاندې نيکولاس مادورو له خپلو پلويانو وغوښتل چې تېره مياشت د خپل مړه شوي ولسمشر هوګو چاوېز ميراث ته درناوی وکړي.




