د کراکاس ښاروال د کودتا په تور نیول شوی

د عکس سرچینه، AP
د ونزویلا ځانګړي ځواکونه د کراکاس د ښاروال انتونیو لیدیزما پر دفتر ورغلي او هغه یې په دې تور نیولی، چې ګني د ولسمشر نیکولاس مادورو پرضد یې د کودتا دسیسه کې لاس درلود.
د ونزویلا ولسمشر ویلي، ښاغلی لیدیزما چې د اساسي قانون پروړاندې کوم جرم کړی، په تړاو یې باید محاکمه شي.
ښاغلي مادورو امریکا په دې دسیسه کې تورنه کړه، خو واشنګټن بیا د مادورو دغه تورونه ناسم بولي.
انتونیو لیدیزما د دولت مخالفو سیاستوالو له وتلو څېرو څخه دی چې پخپل کور کې نیول شوی.
د کراکاس د ښاروال نیولو خبر په خپرېدو ځینې لاریونونه هم شوي، او سلګونو کسانو د ونزویلا د امنیتي بنسټ ودانۍمخې ته لاریون کړی.
د کراکاس ښاروال ددولت له لوري د تېر کال په نارامیو کې هم په لاس لرلو تورن شوی.
د ښاغلي انتونیو لیدیزما پلویان د جمعې په ورځ هم لاریون ته د دوام ورکولو خبر ورکړی.
په ۲۰۰۲ کال د سوسیالیست هوګو چاوېز د دولت مخالفانو د هغه پروړاندې کودتا وکړه چې په پای کې یې ماتې وخوړه.

د عکس سرچینه، AFP
هغه مهال هم ښاغلي چاوېز امریکا د ونزویلا په کورنیو چارو کې په لاسوهنې او د کودتا په ملاتړ تورنه کړې وه.
لیدیزما له ۲۰۰۸ کال راهیسې د کراکاس ښاروال و، چې واک ته د مادورو تر رسېدا وروسته یې نیوکه کوله چې فساد به ونزویلا سقوط ته اړباسي.
د پارلمان یوه مخالف غړي اسمعیل جارسیا پر خپل ټویټر لیکلي ((اوس مې ولیدل چې ښاغلی لیدیزما یې له خپل دفتر نه د سپي په شان څرنګه په کشولو ویوست. دوی پرته له دې چې د نیولو امر ولري د هغه د دفتر ورونه مات کړل.))

د عکس سرچینه، Reuters
د لیدیزما د ملاتړې ډلې یوه غړي ویلي، په وسلو لس سمبال کسان د لیدیزما دفتر ته ننوتل او هغه یې بهر ته راویوست.
د تېر کال حکومت ضد مظاهرو او د کودتا دسیسه کې لږترلږه ۴۰ کسان ووژل شول.








