ستور پېژندونکو تر ټولو لوی شمسي نظام موندلی

دغه سیاره، چې د 2MASS J2126-8140 نوم ورکړل شوی د مشتري پرتله له ۱۲ تر ۱۵ برابره لویه ده.

د عکس سرچینه، Neil James Cook Uni Hertfordshire

د عکس تشریح، دغه سیاره، چې د 2MASS J2126-8140 نوم ورکړل شوی د مشتري پرتله له ۱۲ تر ۱۵ برابره لویه ده.

ستور پېژندونکو تر ټولو لوی شمسي نظام موندلی، چې وايي، پکې یوه سیاره د خپل ستوري شاوخوا کې یو ځلی ګرځیده یو میلیون کاله وروسته بشپړوي.

دغه شمسي نظام یو ټریلین کلونو واټن کې دی او د لمر شاوخوا کې یې د پلوټو ګرځیدو پرتله د ګرځېدو دایره ' مدار ' ۱۴۰ برابره پراخه ده. څو کلونو کې دغه ډول یوازې یو شمېر سیارې پېژندل شوې دي.

دغه سیاره، چې د 2MASS J2126-8140 نوم ورکړل شوی د مشتري پرتله له ۱۲ تر ۱۵ برابره لویه ده.

د استرالیا ملي پوهنتون ډاکټر سایمن مرفي وايي:

''موږ دې سره حیران پاتې شوو، چې د دومره لږ مادېسره یوه سیاره له خپل ستوري دومره لرې ده. دا ممکنه نه ده، چې دا زموږ د شمسي نظام په څېر رامنځته شوی وي.''

دغه ستوری او سیاره د ځمکې شاوخوا ځوانو ستورو د څېړنې پر مهال موندل شوي دي.

د ډاکټر مرفي په وینا 'موږ د اټکل له مخې ویلای شو، چې دغه سیاره او ستوری له ۱۰ میلیونو تر ۴۵ میلیونو کلونو پورې پخوا مودې کې رامنځته شوي دي.'