۲۰۱۵ کال د اپل شرکت لپاره نېکمرغه کال و

د عکس سرچینه، EPA
۲۰۱۵ کال د اپل شرکت لپاره نېکمرغه کال و. د تېرې مې میاشتې په اوږدو کې یې د سوداګرۍ په بازارونو کې د ونډو بیې ۱۳۲ ډالرو ته لوړې شوې وې.
اپل د تېرکال په جنورۍ میاشت کې ویلي و چې د مالي کال په لومړیو دریو میاشتو کې یې ۱۸ میلیارد ډالره ګټه لاسته راوړې.
خو پانګوال د روان کال په اړه ډېر هیله من نه دي. د دوی اندېښنې یو مهم او د ځینو لپاره د تعجب وړ لامل لري. د دې شرکت په تاریخ کې په لومړي ځل د آیفون بازار سوړی شوی دی. ډېرو ته لا هم دا خبره د منلو نه ده، خو حقیقت همدا دی.
د اپل شرکت وایي، د خپلې کلنۍ ګټې ۶۳ سلنه د آیفون د خرڅلاو له لارې لاسته راوړي. د اپل مک لپټاپ د دې شرکت یوازې ۱۳ سلنه ګټه جوړوي. اته سلنه ګټه یې د آیپډ او د اپل ساعتونو له لارې ترلاسه کېږي.

د عکس سرچینه، AFP
خبره چې د آيفون د خرڅلاو شوه نو اپل شرکت یوازې په چین کې هغومره آیفونونه خرڅوي چې په ټوله اروپا کې یې نشي خرڅولی. دا په دې مانا ده چې تر امریکا وروسته چین د اپل شرکت لپآره تر ټولو لوی بازار دی.
او د چین پر بازار همدا بې حسابه تکیه اوس ښایي د اپل شرکت ته لوی زیان هم ور واړوي.
ستونزه په اپل شرکت کې نه، بلکې پخپله د چین په بازارونو کې ده. په تېرو میاشتو کې د دې هېواد اقتصادي ودې په اړه د نړیوالو اندېښنې ډېرې شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د نړۍ د دویم لوی اقتصاد په توګه چین کولای شي چې له ځان سره یو ځای بلا نور هېوادونه او بازارونه هم مخ پر ځوړ بوځي.
د اپل شرکت هم ښایي له دې منفي اغېزه خوندي نه وي.
خو ځیني بیا دا ډول اندېښمنې ردوي، او وایي چې چین اقتصادي حالت د اپل شرکت پر بازار هغومره اغېز هم نه لري.
دوی وایي په چین کې د اپل شرکت د تولیداتو تر ټولو ډېر کاروونکي د منځنۍ اقتصادي کچې خلک دي، او که په دې هېواد کې حالت هر ډول وي، دا خلک بیا هم چمتو دي چې د خپلې میاشتنۍ تنخوا ډېره برخه پر نوي آیفون مصرف کړي.








