اپل شرکت "په تاریخ کې تر ټولو زیاته ګټه لاسته راوړې"

د عکس سرچینه، Reuters
امریکايي شرکت اپل راپور ورکړی چې د تېرو دریو میاشتو ګټه یې په تاریخ کې د بل هر شرکت په پرتله ډېره وه.
اپل وايي د مالي کال په لومړیو دریو میاشتو کې یې ۱۸ میلیارد ډالره ګټه لاسته راوړې.
د امریکا د مالي خدمتونو شرکت (سټنډرډ انډ پورز) راپور وايي چې تر دې مخکې د ۲۰۱۲ مالي کال په دوهمه ربع کې د ایکسون موبېل شرکت د ۱۵،۹ میلیارد ډالرو ګټه تر ټولو ډېره وه.
د دغې تاریخې ګټې عمده لامل د ایفون ځیرک تیلیفونو د ریکارډ کچې خرڅلاو ښودل شوی.
اپل د دسمبر تر ۲۷مې نېټې په لومړیو دریو میاشتو کې ۷۴،۵ میلیون ایفونونه وپلورل چې د زیاتره شنونکو له تمو او وړاندوینو ډېر و.
له مالي شنونکو سره په خبرو کې د اپل شرکت اجرایوي مشر ټېم کوک وویل چې بازار کې د ایفون ځیرک تیلیفونونو تقاضا "خورا زیاته" شوې ده.
خو د ایپډ خرڅلاو کچه بیا هم نهیلې کونکې ده او په ۲۰۱۴ کال کې د تېر کال په پرتله ۱۸ سلنه کموالی په کې راغلی.
داسې ښکاري چې د ایفون شپږ پلس نوي ماډل تیلیفونونو لوړې تقاضا په دغې ګټې کې مهم رول لوبولی دی.
خو اپل د ایفون شپږ او د ایفون د نورو ماډلونو د خرڅلاو ځانګړې شمېرې په ډاګه نه کړې.

د عکس سرچینه، Getty
د امریکا په بازارونو کې د اپل شرکت ونډې له ۵ سلنې هم اوښتې دي.
د اپل شرکت پورې تړلې د یوې ویب پاڼې (کلټ آف مک) مدیر بسټر هین بي بي سي ته ویلي چې د ایفون خرڅلاو له تمو ډېر دی.
هغه وویل: "دا واقعا د باور وړ نه دی. مطلب مې دا دی چې د رخصتیو پر مهال موږ ټولو د ایفون ځیرک تیلیفونو د ښه خرڅلاو تمه درلوده خو ګومان نه کوم چې چا به د ۷۰ میلیونه ایفونونو د خرڅېدو فکر کړی وي".
نوموړي زیاته کړه: "په تېر دریو میاشتو کې اپل په چین کې د ځیرکو تیلیفونونو په جدول کې لومړی مقام خپل کړی".








