اسراييلو د سولې خبرو کې د اروپايي ټولنې رول ځنډولی

د عکس سرچینه، Getty
د اسرایلو حکومت د اروپايي ټولنې له هغو استازو سره د ډېپلوماتیکو اړیکو د ځنډولو اعلان کړی، چې د اسرایلو او فلسطینینانو تر منځ د سولې هڅو کې ښکېل دي.
اسراييل دغه ګام وروسته له هغې پورته کوي چې د هغو توکو پر واردولو بندیز لګول شوی چې د لوېدیځې غاړې په يهودي ميشت ځايونو کې جوړ شوي دي.
د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبر پاڼه کې ويل شوي، د اسرایلو لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو ''له دې امله د ديپلوماتيکو اړيکو ځنډېدلو امر کړی چې د اروپايي ټولنې مرکزونو دغه موضوع ياده کړې ده.''
د اسرایيلو حکومت پر دې کار سخت په غوسه شوی او دا یې توپیري چلن بللی دی.
اروپايي ټولنه وايي په لويديځه غاړه کې جوړ شوي يهودي ميشت ځايونه د نړيوالو قوانينو له مخې غيرقانوني دي، خو اسراييل ورسره مخالفت کوي.
دغه مېشت ځايونه په ۱۹۸۶ کې جوړ شوي چې د اسراييلو او فلسطين تر منځ يې شخړې ولاړې کړې دي.
اروپايي ټولنه وايي دغو مېشت ځايونو د فلسطين او اسراييلو ترمنځ د سولې خبرې ټکنۍ کړي او د جلا هېوادونو په توګه يې د دوی جوړېدل ناشوني کړي دي.
د دواړو لوريو ترمنځ بيا بيا د سولې خبرې شوې، خو تر اوسه يې کومه پايله نه ده ورکړې.
فلسطين پر اسراييلو تور لګوي، چې ګواکې د سولې خبرو پر وړاندې خنډونه جوړوي او اسراييل بيا فلسطين تورنوي چې د سولې په برخه کې ريښتونی نه دی.








