د ځیرک تیلیفونونو ''څارګر'' پروګرامونه وپېژنئ

دا څېړنه تېره میاشت د پنسلوانیا پوهنتون د یوه څېړونکي تموتي لایبرټ د چمتو شوې ورته څېړنې پربنسټ درسره شوې ده، نوموړي ویلي وو له هرو ۱۰ انټرنېټ پاڼو نه د ۹ د کاروونکو معلومات درېیم لوري ته استول کېږي، چې معمولاً کاروونکي ''پرې هېڅ نه خبرېږي''.

د عکس سرچینه، Thinkstock

د عکس تشریح، دا څېړنه تېره میاشت د پنسلوانیا پوهنتون د یوه څېړونکي تموتي لایبرټ د چمتو شوې ورته څېړنې پربنسټ درسره شوې ده، نوموړي ویلي وو له هرو ۱۰ انټرنېټ پاڼو نه د ۹ د کاروونکو معلومات درېیم لوري ته استول کېږي، چې معمولاً کاروونکي ''پرې هېڅ نه خبرېږي''.

یوې نوې څېړنې په ډاګه کړې ده، چې د ''اپل'' شرکت او انډرویډ چلیځ غونډال په ځیرک یا سمراټ تیلیفونونو کې ځینې پروګرامونه د کاروونکو جاسوسي کوي او پټ معلومات یې درېیم لوري ته استوي.

د ماساچوسټس د ټکنالوژۍ انستېتیوت او د هارورډ او کارنیګي میلون پوهنتونونو څېړونکو دا څېړنه د ځیرک تیلیفونونو پر هغو ۱۱۰ اپلېکېشنونو یا پروګرامونو عملي کړې ده، چې په ''ګوګل پلې'' او ''اپل اپ سټور'' موجود دي.

څېړونکو موندلې ده، چې په سلو کې ۷۳ د انډرویډ پروګرامونه د کاروونکو د برېښنالیک معلومات درېیم لوري ته هم استوي، خو د iOS په سلو کې ۴۷ اپلېکېشنونه بیا جغرافیوي موقعیت په ډاګه کوي.

د ''څوک زما په اړه څه په څه پوهېږي؟'' په نامه دې څېړنه کې ویل شوي، دوی له یوې ګډوډۍ پرده پورته کړې ده، چې په لړ کې یې د کاروونکي معلومات درېیم لوري ته افشا کېږي، دوی د انډرویډ سیستم ۵۵ او د iOS همدا شمېر پروګرامونه جاسوسي کوي.

څېړونکي دا هم وايي، چې د انډرویډ پروګرامونه ځینې حساس معلومات استوي.

د وېبپاڼې معلومات افشا کېدل

ددې خبر په خپرېدا د دواړو سمارټ تیلیفونونو کاروونکي د خپلو شخصي معلوماتو او ډېټا په اړه اندېښمن شوي دي.

د ماساچوسټس د ټکنالوژۍ انستېتیوت او د هارورډ او کارنیګي میلون پوهنتونونو څېړونکو دا څېړنه د ځیرک تیلیفونونو پر هغو ۱۱۰ اپلېکېشنونو یا پروګرامونو عملي کړې ده، چې په ''ګوګل پلې'' او ''اپل اپ سټور'' موجود دي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د ماساچوسټس د ټکنالوژۍ انستېتیوت او د هارورډ او کارنیګي میلون پوهنتونونو څېړونکو دا څېړنه د ځیرک تیلیفونونو پر هغو ۱۱۰ اپلېکېشنونو یا پروګرامونو عملي کړې ده، چې په ''ګوګل پلې'' او ''اپل اپ سټور'' موجود دي.

د ''بیو'' په نامه څېړونکي مرکز د زرو امریکایانو په اړه څېړنه کړې، چې وايي په سلو کې ۵۴ کاروونکو پرېکړه کړې ده چې ددغه خبر له خپرېدا وروسته به ځینې هغه مشخص اپلېکېشنونه نه کاروي، چې د دوی د معلوماتو د غلا کولو شک ورباندې کېږي.

په سلو کې ۳۰ ویلي، دوی ارومرو یو پروګرام له خپل موبایل نه ډیلیټ کړی، خو ۳۰ سلنې نورو بیا ویلي، چې ددغه خبر له اورېدو وروسته یې پخپل موبایل کې د جغرافیايي موقعیت معلومول بند کړي دي.

د عکس سرچینه، Thinkstock

دا څېړنه تېره میاشت د پنسلوانیا پوهنتون د یوه څېړونکي تموتي لایبرټ د چمتو شوې ورته څېړنې پربنسټ درسره شوې ده، نوموړي ویلي وو له هرو ۱۰ انټرنېټ پاڼو نه د ۹ د کاروونکو معلومات درېیم لوري ته استول کېږي، چې معمولاً کاروونکي ''پرې هېڅ نه خبرېږي''.

د امریکا د ملي امنیت اړوند یوه سند کې ویل شوي، چې د متحدو ایالتونو او برتانیا استخباراتي ادارې د چټکو تیلېفونونو (سمارټ فون) د ځینو پروګرامونو په مټ د کاروونکو شخصي <link type="page"><caption> معلومات ترلاسه</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/world/2014/01/140129_hh-_us_uk_spies" platform="highweb"/></link> کوي، چې یوه بېلګه یې د "انګري بیرډز" یا (قهرېدلي مرغان) په نامه لوبه ده.

 'انګري بیرډز' لوبه په ټوله نړۍ کې ۱،۷ میلیارد ځلې ډاونلوډ شوې ده.

د عکس سرچینه، rovio

د عکس تشریح، 'انګري بیرډز' لوبه په ټوله نړۍ کې ۱،۷ میلیارد ځلې ډاونلوډ شوې ده.