راتلونکې اوونۍ د روسيې او سوريې ازاد پوځ استازي سره غږېږي

د سوريې ازاد پوځ د بشارالاسد پر ضد د خلکو له پاڅونونو وروسته جوړ شو او اوس په کورنۍ جګړه کې ښکېل دی

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د سوريې ازاد پوځ د بشارالاسد پر ضد د خلکو له پاڅونونو وروسته جوړ شو او اوس په کورنۍ جګړه کې ښکېل دی

د روسيې د ريانووستي خبري اژانس د راپور پر بنسټ ښايي د راتلونکې اوونۍ په وروستيو کې د روسيې يو پلاوی د بشار الاسد له مخالفينو سره خبرې وکړي.

دواړه غاړې به په سوريه کې د کورنۍ جګړې د پای ته رسولو پر سر وغږېږي.

تر اوسه د سوريې ازاد پوځ په دې اړه څه نه دي ويلي.

ريانووستي د دغو خبرو يو همغږی کوونکی د سرچينې په توګه ياد کړی او د ده له قوله ويل شوي چې د سولې دا مذاکرات به په ابوظبۍ کې وشي.

روسيه چې په سوريه کې د بشارالاسد ملاتړې بلل کېږي د سپټمبر مياشتې راپدېخوا د سوريې د حکومت ضد مخالفو ډلو پر وړاندې هوايي بريدونه پيل کړي دي.

د روسيې حکومت وايي دغه هوايي بريدونه د اسلامي دولت ډلې پر سنګرونو کوي.

خو د ولسمشر اسد يو شمېرې مخالفې ډلې چې لويديځ هغوی منځلارې بولي وايي د روسيې هوايي بريدونو دوی په نښه کړي دي.

د سوريې ازاد پوځ د هغو ډلو په کتار کې دی چې د امريکا ملاتړ ورسره دی. دوی د دې ترڅنګ چې د بشار الاسد پر ضد جنګېږي له داعش سره هم جګړه کوي.

د سوريې د ازاد پوځ يوه وياند مخکې د داعش پر وړاندې له دوی سره د روسيې مرسته رد کړې ده

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د سوريې د ازاد پوځ يوه وياند مخکې د داعش پر وړاندې له دوی سره د روسيې مرسته رد کړې ده

دا ډله د هغو پوځي افسرانو له لوري چې په دولت کې يې دندې پرېښې وې جوړه شوه. دا هغه وخت و چې د ولسمشر اسد پر ضد اعتراضونو زور اخيستی و.

په لومړي سر کې دوی ويل د پاڅونو هدف له هغو اعتراض کوونکو ملاتړ دی چې د بشارالاسد پر ضد راپاڅېدلي دي.

خو وروسته د دغې ډلې او حکومتي ځواکونو ترمنځ نښتې وشوې او بلاخره په کورنۍ جګړې واوښتې.

دې جګړې په کرار کرار د اسلامي دولت ډلې په ګډون نورو مخالفو ډلو ته هم زمينه برابره کړه چې په دغې جګړې کې ورښکېلې شي.

د شنبې پر ورځ د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د اسلامي دولت ډلې پر وړاندې د سوريې د ازاد پوځ ملاتړ ته چمتووالی وښود، خو د روسيې ازاد پوځ د روسيې دا وړانديز رد کړ.

د ازاد پوځ يوه وياند ويلي پر روسيه باور نه لري او د سوريې ازاد پوځ د روسيې پوځي مرستو ته اړتيا نه لري.