امريکا او روسيه سوريه کې د الوتکو پر خونديتابه غږېږي

د عکس سرچینه، AFP
د امريکايي او روسي چارواکو ترمنځ د خونديتابه د تدابيرو پر سر نوې خبرې اترې وروسته له هغې پيلېږي چې څرگنده شوه تېره شنبه د دواړو هېوادونو الوتکو د سوريې په هوايي حريم کې له يوې بلې يوازې څو ميله واټن درلود، او دواړو غاړو يو بل ليدلاى شواى.
ټاکل شوې د مسکو او واشنګټن ترمنځ د الوتکو د خونديتابه پر سر خبرې نن (چارشنبه، ۱۴ اکتوبر) د ويډيو کنفرانس له لارې ترسره شي.
دا د خبرو اترو دريم پړاو دى او دواړې غاړې هڅه کوي چې د تصادفي نښتو مخنيوى وکړي.
د امريکا دفاع وزير اشټون کارتر وويل تمه ده چې دوى ژر يوې هوکړې ته سره ورسېږي.
''موږ له روسيې سره په دې تړاو د مسلکي چلند د ځانگړې موضوع په اړه لږ پرمختگ کړى، او زه تمه لرم چې دا بحثونه په يوه موده کې پاى مومي. تر اوسه وروستي شوي نه دي.''
ښاغلي کارتر زياته کړه: ''موږ بيا ژر سره ووينو او دا ليدنې به دوام کوي، خو زما تمه دا ده چې ژر به پاى ومومي. موږ اوسمهال نه شو کولاى چې په سوريه کې د روسيې له دريځ او چلند سره ځان ډېر نژدې کړو ځکه دا په ناسم لوري روان دى او له ستراتيژيک پلوه د يوه لنډ ليد ښوونه کوي."

د عکس سرچینه، AFP
روسيې هم په خپل وار ويلي نوي وړانديزونه به چمتو کړي چې د خبرو اترو په ترڅ کې به پرې بحث وشي.
امريکا يي چارواکي وايي روسي الوتکو بيا بيا د هوايي گزمو له مقرراتو سرغړاوى کړى او امريکايي بې پيلوټو الوتکو ته نژدې شوې دي.
خو روسانو لا په دې تړاو کوم رسمي غبرگون نه دى ښوولى.
روسيې د سپتمبر په پاى کې سوريه کې خپل هوايي بريدونه پيل کړل. روسي چارواکي وايي موخه يې د اسلامي دولت نومې ډلې او نورو جهادي غورځنگونو ځپل دي او دا گام يې د بشارالاسد له حکومته د پوځي مرستې د غوښتنې په ځواب کې پورته کړى.
خو لوېديځوالو تور لگولى چې روسيې پر هغو وسلوالو هم بريدونه کړي چې د بشارالاسد د رژيم پر وړاندې جنگېږي او د امريکا په مشرۍ د ټلوالې ملاتړ له ځانه سره لري.








