د سوريې بريد کې ګڼ کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، AFP
د سوريې دولتي رسنيو په وينا د دې هېواد په ذقيه ښار کې بمي بريد شوی چې مرګ ژوبله یې رامنځ ته کړې ده.
د صنعا خبري رسنۍ په وينا د چاودېدونکو موادو ډک موټر د يوه ښوونځي مخې ته چاودېدلی چې شاوخوا ۲۵ کسان په کې ټپيان شوي دي.
دولتي رسنيو د پېښې تصويرونه خپاره کړي چې په لسګونو ويجاړ شوي موټر په کې ښکاري.
ياغيان چې د القاعدې ډلې ملاتړ ورسره دی په سيمه کې د پرمختګ په حال کې دي، دوی روان کال د ادلب ښار له ډېرو برخو حکومتي ځواکونه په شا تمبولي وو.
د صنعا خبري رسنۍ ويلي چې "دغه بمی بريد د (۲ سپټمبر) چهارشنبې پر ورځ ځايي وخت ۱۲ بجې يوه ښوونځي ته نژدې شوی دی."
دوی دا هم زياته کړه چې امنيتي ځواکونو د سې شنبې پر ورځ له چاودېدونکو توکو دوه ډک موټر هم نيولي دي.
په لندن کې د سوريې لپاره د بشري حقونو د څار ډله وايي په ۲۰۱۱ کال کې د جګړې له پيل وروسته په ذقيه ښار کې دا تر ټولو لوی موټر بم چاودنه ده.
د دغې ډلې مشر ويلي "وړاندې به پر ذقيه ښار د راکټونو بريدونه کېدل خو د موټر بم بريدونه نوې پديده ده"
تېره مياشت په دې ښار کې شپږ کسان د ډزو له امله وژل شوي وو او ياغي ځواکونو په ختيځ کي د اسد د کورنۍ کلي ته نژدې رسېدلي وو.
د ياغيانو پرمختګ په شمال ختيځ کې او د حکومتي ځواکونو له خوا په شاتګ د اسد لپاره تر ټولو لوي په شاتګ و.








