د سوريې پوځ د حزب الله او روسيې په مرسته پرمختګ کړی

د عکس سرچینه، Reuters
ويل کېږي د سوريې ځواکونو د لبنان حزب الله جنګياليو او د روسيې هوايي بريدونو په مرسته د ياغيانو پر وړاندې پرمختګ کړی دی.
راپورونه وايي دولتي ځواکونو په ادلب، استان، حما او ذقيه ولايتونو کې نورې سيمې لاندې کړې دي.
د روسيې پوځ په وينا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يې د سوريې په حما، ذقيه، حلب او رقه ولايتونو کې له ۶۰ زيات هوایي بريدونه کړي او اسلامي دولت نومې ډله يې مهم هدف و.
خو ويل کېږي د روسيې ډېری هوايي بريدونو پر هغو یاغيانو چې د اسلامي دولت او حکومت پر وړاندې جنګېږي شوي دي.
د سوريي ياغيان او لوېديځ هېوادونه وايي روسيه ډېری د اسلامي دولت ډلې پر ځای پر نورو هدفونو هوايي بريدونه کوي.
وړاندې د متحدو ايالتونو ولسمشر بارک اوباما په سوريه کې د روسيې هوايي بريدونه د اندېښنې وړ بللي او وايي دا يوازې د اسلامي دولت ډلې له غښتلي کېدو سره مرسته کوي.
ده ويلي وو چې "روسيه د اسلامي دولت نومې ډلې او حکومت مخالفو منځلارو تر منځ توپير نه کوي".
اوس د جګړې ميدان له مهمې لوې لارې سره نژدې پروت دی چې پلازمېنه دمشق له نورو لويو ښارونو لکه حلب سره نښلوي.
د روسيې له نظامي مداخلې وړاندې حلب تقريبا په پوره ډول د ياغيانو تر ولکې لاندې و او دوی وايي هوايي بريدونه يې د سوريې له حکومتي ځواکونو سره په همغږۍ ترسره کېږي.
ښاغلي پوتين ويلي چې په سوريه کې د دوی مداخله په منځني ختيځ کې د دواړو سني او شيعه مسلمانانو په ګټه ده.
د حکومتي ځواکونو پرمختګ خبره دمشق او مخالفو فعالانو منلې ده.
د امريکا ايتلافي ځواکونه وايي دوی هم د شنبې په ورځ په سوريه او عراق کې د اسلامي دولت نومې ډلې پر هدفونو ګڼ بريدونه کړي دي.








