سوماليا کې پر هوټل بريد کې ۱۵ کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، Reuters
سوماليا کې پوليس وايي پلازمېنه موګاديشو کې د الشباب اسلامپالې ډلې جنګيالو پر يوه هوټل بريد کړی او لږترلږه ۱۵ کسان يې وژلي دي.
دوی وايي وسلوالو وړاندې له دې چې د هوټل دننه ورشي په چاودېدونکو توکو بار موټر د هوټل له ديوال سره الوځولی دی.
د قربانيانو يو کس د پارلمان يو غړی دی او بل هغه جنرال دی چې په ۲۰۱۲ کال کې يې د الشباب پر ضد د حکومتي ځواکونو د يرغل مشري پر غاړه لرله.
د دغه بريد په پايله کې د الشباب جنګيالي دېته اړ شول چې له پلازمېنې موګاديشو ووځي.
د افريقايي ټولنې ځواکونو او حکومتي امنيتي مسوولينو ويلي له څو ساعته سختې جګړې وروسته يې د هوټل کنټرول بېرته ترلاسه کړی دی.
دغه هوټل ته تر ډېره د سوماليا د پارلمان غړي ورتلل.
په الشباب پورې تړلې يوې وېبپاڼې د دغه بريد مسووليت منلی، وايي په القاعدې پورې تړلې ډله له چاودنې وروسته هوټل ته ننوتې ده.
د هوټل مالک جنرال عبدي کريم چې په ۲۰۱۲ کال کې يې د الشباب پر ضد د عملياتو مشري پر غاړه لرله د قربانيانو په ډله کې دی.
بريد له هغې خونړۍ جګړې يوه ورځ وروسته کېږي چې د افريقايي ټولنې سرتېرو او جهاديانو ترمنځ له ايتوپيا سره پر پوله د باکول سيمه کې وشوه.








