د القاعدې مشر ایمن الظواهري د طالبانو نوي مشر سره وفاداري څرګنده کړه

په یوه غږیز پیغام کې چې پر انټرنټ خپور شوی د القاعدې مشر ایمن الظواهري د طالبانو نوي مشر سره خپله وفاداري څرګنده کړې.

د ملامحمد عمر له مړینې وروسته د طالبانو د نوي مشر ملا اخترمحمد منصور سره د الظواهري د وفادارۍ پیغام د القاعدې پر وېبپاڼې الشباب خپور شوی.

دا د تېر کال د سپټمبر له میاشتې راهیسې د الظواهري لومړی پیغام دی.

وروسته له دې چې څه موده وړاندې د ملامحمد عمر د مړینې خبر تائید شو ، داسې ګونګوسې هم پیدا شوې الظواهري به هم مړ وي.

الظواهري د ملامحمد عمر پر مړینې خپل خواښیني څرګنده کړې ده.

القاعدې او الظواهري ملامحمد عمر د نړیوال جهادي خوځښت مشر باله.

خو دا د القاعدې د رقیبې ډلې له لوري وننګول شو. اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش تېرکال د اسلامي خلافت اعلان وکړ.