د سعودي سترې محکمې د ''شیعه مخالف ملا اعدامول تایید کړل''

د عکس سرچینه، AP
په سعودي عربستان کې سترې محکمې د شیعه مخالف ملا نمر النمر د اعدامولو پرېکړه تایید کړې ده. نوموړی په ۲۰۱۱ کال سعودي عربستان کې د حکومت ضد مظاهرو یو مخکښ و.
په ریاض کې د جزايي محکمې قاضیانو وړاندې پر النمر وروسته تر هغه د اعدام حکم کړی و، چې نوموړی ''د ملي یووالي پرضد د فتنې او ګډوډۍ مخکښ تورن ګڼل شوی و''.
د النمر ورور محمد النمر پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، د سعودي سترې محکمې د یکشنبې په ورځ د اعدام پرېکړې لغوه کول رد کړي وو.
د بشري حقونو ځینو ډلو اندېښنه ښوولې، چې النمر شاید له عادلانه محاکمې سره مخامخ نه شي.
د اعدام وروستۍ پرېکړه باید له تنیذ وړاندې د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز هم تایید کړي.
فرانس پرېس خبري آژانس د محمد النمر له قوله ویلي: ''د استنیاف او سترې محکمې له خوا د شیخ نمر په حق کې د اعدام د پرېکړې له تاییدېدو وروسته، اوس د هغه ژوند د پاچا سلمان په لاس کې دی، چې حکم تاییدوي او که یې ځنډوي''.
نوموړي ویلي، د ورور اعدامېدل به یې ''داسې غبرګونونه راوپاروي، چې دوی خپله یې هم نه غواړي''.
د ایران خبري رسنیو د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال وزیر حین امیر عبداللاهیان له قوله ویلي ''د نمر اعدامېدو معنا دا ده چې سعودي عربستان دا کار به ډېرې ناوړه پایلې ولري''.

د عکس سرچینه، BBC World Service
شیخ نمر د ۲۰۱۲ کال په جولای کې د هغو لاریونونو له تاییدولو وروسته ونیول شو، چې په ۲۰۱۱ کې د سعودي په ختیځ او شیعه مېشته القطیف سیمه کې شوي وو.
شیعه ګان د سعودي عربستان د ټول ټال شاوخوا ۲۰ میلیون وګړو نژدې ۱۰ سلنه جوړوي.
شیخ نمر النمر څوک دی؟
- نمر شیخ نمر باقر النمر په سعودي عربستان کې یوه سیاسي، مذهبي، خو د حکومت مخالفه څېره ده.
- هغه په خپلو خطبو کې پر واکمن نظام نیوکې کړې او شیعه لږکیو ته یې د نورو حقونو غوښتنه کړې.
- ۵۵ کلن النمر د سعودي د ختیځ القطیف ولایت په العوامیه سیمه کې اوسېدلی، هلته یې درس ویلی او بیا ایران ته د مذهبي زده کړو لپاره تللی.
- پولیسو څو ځلې د سیاسي فعالیتونو په تړاو د پوښتنو ګروېږنو لپاره ورغوښتی دی.
- پر هغه د "فتنې خپرولو"، د "بهرنۍ مداخلې رابللو" تورونه دي.
- څو میاشتې مخکې پولیسو د نیولو پرمهال ډزې پرې وکړې چې د کورنیو چارو وزارت په وینا "له امنیتي کسانو یې د تېښتې هڅه کوله".
- سعودي چارواکي النمر په قطیف کې القطیف له لویو "فتنه اچوونکو او مظاهرو جوړوونکو" څخه ګڼي، خو په ختیځ سیمه کې فعالان دغه لاریونونه "سوله ییز" بولي.
- النمر په بحرین کې هم د لاریونونو په ملاتړ تورنوي، چې سعودي هلته د لاریونونو د ځپلو لپاره پوځيان هم استولي.









